د ننګرهار دکانال ریاست: د ننګرهار کانال د اوبو لوی نهر څخه ۱۲۵ زره جریبه ځمکه خړوبېږي
۱۷ تله ۱۴۰۱ه.ش
۱۳ ربیعالاول ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار کانال ریاست وایي، چې د یاد ریاست د اوبو لوی کانال څخه ۱۲۵ زره جریبه ځمکه خړوبېږي.
د یاد ریاست د حفظ او مراقبت امریت امر انجنیر ګل احمد وویل: «د اوبوعمومي کانال په في ثانیه کې د ۵۰ زره لیتره اوبوظرفيت لري .
د ننګرهارکانال د شته ځمکو سربېره پرې د پنځو ولسوالیو د اهالیو ځمکې هم خړوبیږي ».
د کانال ریاست چارواکي وایي، چې په ننګرهار کې د اوبو مدیریت او د اوبولګولو د تنظیم په پار هلې ځلې کوي.
