دننګرهار د کانال ریاست:د څلورم فارم ۷۰۰ جریبه ځمکه کرکېلې ته چمتو شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۵:۱۳
دننګرهار د کانال ریاست:د څلورم فارم ۷۰۰ جریبه ځمکه کرکېلې ته چمتو شوه


۵تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۳۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ریاست اړوند د څلورم فارم ۷۰۰ جریبه ځمکه د څلورولسیزو وروسته کرکیلې ته چمتو شوی دی.
د ننګرهارکانال ریاست د څلورم فارم امر انجنیر عبدالپاچا وايي، سږ کال په دغه فارم کې ۷۰۰ جریبه هغه ځمکه چې په تېرو ۴ لسیزو کې ترې د بېلابېلو دلیلونو او ناخوالو له امله ګټه نه وه اخیستل شوی او په دښتې بدله شوی وه ابیارۍ سیستم يې خراب شوی وه، اوس پرې د خصوصي سکټور له لورې د مالټې بڼونه جوړېږي او چارې يې روانې دي.
څلورم فارم په ۱۳۴۴ هـ ل کال کې د ننګرهار ناوې پراختیا پروژې (ننګرهار وادي کرنیز ریاست) په هډانه کې، تأسیس شوی. 
د دې فارم ځمکه د اګرونومیکي ځانګړنې او اقلیمي شرایطو له مخې په کال کې کابو د درېو فصلونو د کښت وړتیا لري، چې زیتون او ستروسو سربېره، غنم، شولې، جوار، خټکي، هندواڼي، حبوبات او نورو صنعتي نباتاتو کر کېلې ته مساعده ده.
د څلورم فارم ټول مساحت یې (۱۵۱۷) هکټاره یا ۷۵۸۵ جریبه دې. له دغه فارم څخه به سږ پراخه غله جات، زیتون او ستروسو حاصلات راټول شي .

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها