میدان وردګو ولایت کې ۱۴۵۷۸ کورنیو سره مرستې وشوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۳:۵۹


۵تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۳۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) او (STARS) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت له ۱۴۵۷۸ کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.
د چارواکو په خبره له یادو ۱۴۵۷۸ کورنیو سره په پنځو برخو کې مرستې شوي دي، چې په کې، اصلاح شوي تخمونه، د کورنیو بڼونو جوړولو اړونده توکي، د څارویو خوراکي توکو، دکرنې اړونده توکي او د کورنیو چرګانو فارمونو جوړولو توکي شامل دي.
دغه راز د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست د UNOCHA/ STARS په مرسته ۲۱ زره مستحقو کورنیو سره روانه پروژه هم لري، چې په کې ۱۶ زره کروندګور ته  اصلاح شوي تخمونه، ۵۰۰۰ زره کورنیو لپاره د کورنیو بڼونو جوړولو اړونده توکي او ۲۰۷۲ سره د ۸۰ ډالرو معادل نغدې پیسې وېشل شامل دي.
باید وویل شي، چې د یادې مؤسسې په مرسته تر دې مخکې هم په دې ولایت کې زرګونو کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ شوي دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها