د لغمان دکرنې ریاست: د بیرو ځنګل د ترویج په پار په سراج بڼ کې د بیرې قوریه جوړه شوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۱:۱۱
د لغمان دکرنې ریاست: د بیرو ځنګل د ترویج په پار په سراج بڼ کې د بیرې قوریه جوړه شوې


۴تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۹صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په هېواد کې د بیرې ځنګل د ترویج او پراختیا په پار د(SARCDO) مؤسسې له خوا د لغمان ولایت مرکز سراج بڼ کې د بیرې قوریه جوړه شوې ده.
د لغمان دکرنې رییسو الحاج محمدولي محسن او انجنیر حشمت الله حافظي د لغمان ولایت مرکز سراج بڼ د(SARCDO) مؤسسې د بیرو قوریه څخه له نږدې لیدنه وکړه.
     په دی لیدنه کې او انجنیر حشمت الله حافظي د قوریې له ټول کاریګرو څخه چې شمېر يې ۷۰ تنو ته رسېږي لیدنه وکړه او د کاریګرو نظرونه او مشکلات یې له نږدې واوریدل او د هر ډول ملاتړ ډاډ يې ورکړ.
حافظي زیاته کړه: «دا د شکر ځای دی، چې خپل وطن ته خدمت کوئ او دلته درته د کار زمینه برابره شوې، ده زه به نور لا هم کوشش وکړم چې لغمان ولایت ته نورې پروژې راوړم او وطن اباد کړم او ولسونو ته د کار زمینه برابره کړم.»
وروسته د  لغمان ولایت د کرنې رییس  مولوی محمد ولي محسن د(SARCDO) مؤسسې له ریس تحماس حافظي څخه مننه وکړه، چې د وطن په سمسورتیا کې نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي او کوي هم  همدارنګه لسګونو نفرو ته د کار زمینه برابره کړې.
ښاغلی محسن د یادې مؤسسې چارواکو سره دهر راز همکاریو ژمنه وکړه.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها