د امارتي غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هڅې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۴:۵۹
د امارتي غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هڅې


۲تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۷صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا رسمي پلاوی، چې مشري یې د کابل ولایت دکرنې رییس الحاج حافظ شیخ عبیدالله حقاني پرغاړه د خوست او پکتیکا ولایتونو د غصب شویو ځمکو د هر اړخیز ارزونې په پار یادو ولایتونو ته سفر کړی دی.
یاد پلاوی ددې سفر په ترڅ کې د پکتیکا ولايت اړوند بېلابېلو امارتي ځمکو( د شرنې شا او خوا، یوسف خېل ولسوالی، پي.آر.تي شا او خوا پرتو ځمکو، متاخان ولسوالی اړوندو ځمکو، د سردې بند شا او خوا ځمکو، د کاکۍ غره دښتو) او داسې نورو بېلابېلو امارتي ځمکو څخه ليدنه وکړه.
ددغو لیدنو په ترڅ کې، چې د پکتیکا دکرنې رییس هم د یاد وپلاوي ملتیا کوله ټول غصب شوي امارتي ځمکې په دقیقه توګه وارزول شول او د مسلکي ټیم له خوا د یادو سیمو کوردنات هم واخیستل شوه.
 باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په هېواد کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول هېواد په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده، چې مشري یې د کرنې ریاست کوي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها