‎د ننګرهار دکرنې ریاست: د عوایدو د کچې لوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۹:۰
‎د ننګرهار دکرنې ریاست: د عوایدو د کچې لوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوی ضیاءالدین واقف، چې د یاد ریاست د عوایدو امر او د مصارفو امر یې ملتیا کوله د ننګرهار د کرنې ریاست په مقر کې د دي ریاست له رییس مولوی عبدالستار محمد او د وادي کرنیز شرکت له رییس مولوی غلام الرحمن کظیم سره ناسته ترسره کړه.
‎په دې ناسته کې مولوی ضیاءالدین واقف د وادي کرنیز شرکت په عوایدو او مصارفو بحث وکړو، چې د وادي کرنیز شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د خپل ریاست اړوند فعالیتونو، لاسته راوړنو، عوایدو او مصارفو په اړه هراړخیز معلومات د مالي او حسابي چارو له رییس سره شریک کړل.
‎ښاغلی واقف د دواړو ریاستونو د عوایدو په شفافه توګه په را ټولولو ټینګار وکړ او زیاته کړه، چې باید کوشش وشي تر څو په اړونده ریاستونو کې د عوایدو راټولولو کچه لوړه او د مصارفو کچه ټیټه شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها