د غزنې دکرنې ریاست: د څړځایونو د پنځو ټولنو په ۲۰۰ غړو د هګیو چرګان وېشل شوي دي

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۲:۴۶
د غزنې دکرنې ریاست: د څړځایونو د پنځو ټولنو په ۲۰۰ غړو د هګیو چرګان وېشل شوي دي


۲۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د غزنې، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ ددې ولایت د ناور او مالستان ولسوالیو د څړځایونو د پنځو ټولنو په ۲۰۰ غړو د هګیو چرګان او د چرګانو روزنې اړونده توکي وېشلي دي.
د غزني دکرنې ریاست وایي، چې د مالستان او ناور ولسوالیو د څړځایونو د پنځو ټولنو په ۲۰۰ بېوزله غړو شپږ زره د هګیو چرګان، ۱۰۰۰ بوجۍ دانه، ۴۰۰ دانه خورې، ۴۰۰ اوبه خورې، ۲۰۰ بستې کلوکوز، انتي بیوتیک، مولټي ویټامین، ۱۰۰۰ کیلو چونه، ۲۰۰ بستې د مرغانچو د کلکینو جالۍ وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۳۰۰ دانې چرګان، ۵ بوجۍ دانې، ۲ دانې دانه خورې، ۲ دانۍ اوبو خورې، یوه کڅوړه درمل، یو دانه جالۍ، ۵ کیلو ګرامه چونه وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول دي، چې په ترڅ کې یې د ۷۰ کلیو ۲۰۰ بېوزله کورنۍ برخمن شوي دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها