پکتیا کې په ۲۵ بېوزله کورنیو د شېدو غواګانې ووېشل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۲:۴۲
پکتیا کې په ۲۵ بېوزله کورنیو د شېدو غواګانې ووېشل شول


 ۲۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند همکارې ادارې پاملرنې مؤسسې لخوا  ددې ولایت ۲۵ هغه غریبو  کورنیو ته چې د کورنۍ ډئر ټیټ اقتصاد یې درلود او خوړو خوندیتوب ته یې لاس رسی نه درلودل  ۲۵ د شېدو غواګانې ووشل شول.
په همدې موخه د پکتیا د کرنې ریاست په انګړ کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د بېوزلو کورنیو د غړو ترڅنګ د پکتیا   کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید، د پاملرنې مؤسسې والیتي مسئول او کارکوونکو یې، او د مالدارۍ کارمندانو ګډون کړی و.
 دوی په غونډه کې د  بېوزلو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د یادو غواګانو د وېش پر پروسه خوښي وخودل او له ورته همکارو پروژو او مؤسساتو څخه یې وغوښتل، چې دلته د خلکو کورنی اقتصاد کمزوري دي، باید ورسره په دې برخه کې زیاتې مرستې وکړي.
د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالروف سعید وویل؛ موږ د هغو ټولو انجوګانو او ډونرانو څخه مننه کوو، چې په پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي او د خلکو لپاره ارزښتمند خدمات وړاندې کوي.
سعید د اړوند انجو څخه وغوښتل، چې دغه پکیچ پراخ او زیاتو بېوزلو کورنیو سره ورته مرستې وکړي، له ګټه اخیستونکو څخه یې وغوښتل چې د یادو غواګانو ښه پالنه او ساتنه وکړي.
د برخمن شوو کورنیو په استازویتوب یو تن د کرنې ریاست او پاملرنې مؤسسې څخه مننه وکړه، چې د تنګسې پر وخت یې د دوی سره د شېدو غواګانو مرسته وکړه.
د یادونی وړ دی چی هری کورنی ته یوه د شېدو غوا او خوسۍ ۶۰۰ کیلوګرامه واښه، ۳۰۰ کیلو ګرامه شنه واښه، ۱۰۰ کیلو ګرامه کنجاړه یو جوړه موزې او یو دانه د وښو لوښی هم ورکړل شوي دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها