د people in need مؤسسې په همکارۍ میدان وردګو ولایت کې یوشمېر پروژې پلي کېږي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۳:۴۱
د people in need مؤسسې په همکارۍ میدان وردګو ولایت کې یوشمېر پروژې پلي کېږي


۲۰ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۴ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
  د میدان وردګو ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د  people in need مؤسسې د مرکزي دفتر مشرې اغلې سیما جاوید سره په ناسته کې په دې ولایت کې دکرنې په برخه کې د بېلابېلو پروژو پر پلي کولو خبرې اترې وشوې.
په دې ناسته کې د کار په بدل کې د پیسو دوېش پروګرام له لارې د هغو کرنیزو ځمکو، ویالو او لښتیو جوړول، چې د وروستیو سېلابونو له لارې تخریب شوي دي، دغه راز دکرنې په برخه کې د اصلاح شویو تخمونو وېش، د بزګرانو لپاره د کرنې په بېلابېلو برخو کې روزنیز پروګرامونه په لاره اچول، د واټر شېډونو ایجادول او د کیمیاوي سرو وېش هغه موضوعات و، چې پرې خبرې وشوې. 
په همدې حال کې په دې ناسته کې د نیالګیو او علوفه یې نباتاتو ته اوبه زېرمې شي، ترڅو د خاورې د تخریب مخنیو وشي، دغه راز په دښتو او غرونو کې ډنډوکي یا ټراسونه جوړول، په خام او اساسي ډول د حوضونو جوړول ترڅو د وچکالۍ ستونزې هوارې شي، د ځنګلونو په برخه کې د نیالګیو او قوریو جوړول، د غله جاتو، صنعتي نباتاتو، سبو او علوفه یي نباتاتو اصلاح شوي تخمونه وېشل، د نباتي ناروغیو او افتونو اړوند درمل وېشل، د څارویو لپاره خوراکه او درمل او د مڼو مترکم بڼونه جوړول د مخکښو بزګرانو غوښتنې وې.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها