په سوېل ختيځ زون کې د افغانستان لپاره د‌ ناروې کمېټې د پروژو پېژند غونډه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۳:۵۵
په سوېل ختيځ زون کې د افغانستان لپاره د‌ ناروې کمېټې د پروژو پېژند غونډه


۱۹ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې د خپلو پروژو پېژند غونډه د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په رياست کې ترسره کړه، چې د ياد رياست رییس الحاج مولوي عبدالروف سعيد، د افغانستان لپاره د ناروي کميټې مسولينو، د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو د کرنيزو چارو آمرينو او د ترویج مديرانو پکې ګډون کړی وو.
د يادې کميټې مسولينو په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې د خپلو پروژو په اړه هر اړخیز معلومات د پريزينټيشن په ډول وړاندې کړل، چې پکې د اصلاح شويو تخمونو وېش، د چرګانو د فارمونو جوړول، د حیواني خوراکې وېش، د سبو د تخمونو وېش، د قوريې پالنې د وسایلو توزیع، پيسې د کار په مقابل کې او نورې پروژې شاملې دي، چې له مخې به يې لسګونه زره ګټه اخيستونکي مستقيمآ برخمن شي.
ښاغلي سعيد په خپلو خبرو کې په ياد زون کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د يادو پروژو پر تطبيق د خوښۍ ترڅنګ له يادې کميټې سره د پروژو په تطبيق کې د‌ هر راز همکارۍ ژمنه هم وکړه.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها