هلمند کې د مېوه لرونکو نیالګیو پیوندولو چارې پیل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۱۱:۴۲


۱۲ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبعي سرچینو آمریت لخوا، د بولان انار باغ د نیالګیو روزلو قوریه کې د مېوه لرونکو نیالګیو پیوند چارې د فني او مسلکي کارمندانو لخوا پیل شوي دي.
په دې پروسه کې زرګونه اصله بېلابېل مېوه لرونکي نیالګي په فني ډول پیوند کېږي، چې راتلونکي کال ته به د کرنې وزارت د ځانګړې کړنلارې له مخې د بزګرو په واک کې ورکول شي.
د بولان انار باغ د نیالګیو روزلو قوریه کې سږکال په لوړه کچه بېلابېل مېوه، یي او بې میوې نیالګي تر روزنې لاندې دي، چې پکې، ګرنګیچ ، شفتالو، پلم الوچه، زردالو، تاک، انار، انځر، لیمو، پیسته، توت او تر څنګ یې زینتي بوټي هم شامل دي. 
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې هلمند کې د اصلاح شوو نیالګیو د تولید کچه زیاته کړي او د بڼوالۍ سیستم له دودیز ډول څخه عصري او پرمختللي بڼې ته واړوي، تر څو بزګر وکولای شي له همدې لارې خپل کرنیز اقتصاد پیاوړي کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها