دکندز دکرنې رییس: هغو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکوو چې له پراختیایي پروژو برخمن شوي نه وي

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۱۱:۲۴
دکندز دکرنې رییس: هغو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکوو چې له پراختیایي پروژو برخمن شوي نه وي


۱۱ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی امان الله حسن؛ د ملګرو ملتوونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) د شمال ختیځ زون مسوول اونورو چاروکو سره په لیدنه کې، په دې ولایت کې د پراختیایي پروژو پر پلي کولو خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کندز دکرنې رییس الحاج مولوی امان الله حسن وویل: «د پراختیایي پروژو د پلي کولو او د مرستو د وېش په برخه کې هغو لسوالیو ته لومړیتوب ورکوو، چې په تېرو کلونو کې په کې پراختیاي پروژې نه دي پلي شوي».
دغه راز د کندز دکرنې رییس وویل، چې اصلاح شوي تخمونه دې باید دکرنې ریاست سره په همغږې په مناسب وقت کې پر بزګرانو ووېشل شي، ترڅو بزګران ترې په سمه توګه ګټه پورته کړي. هغه همداراز زياته کړه، چې پروژې بايد ددې ولایت په هغو برخوکې پلي شي، چې له طبیعي پېښو څخه ډېر زیانمن شوي وي.
په همدې حال کې دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د شمال ختیځ زون مسوول وویل، چې د کندز دکرنې ریاست سره په همغږۍ خپلې پروژې او برنامې پلي کوي او ډاډ یې ورکړ چې، د (FAO) اداره د اړتیا پر اساس د طبیعي پېښو زیانمنو او هغو ولسوالیو ته چې په تېرو کلونو کې له پروژو څخه محرومه شوې ول لومړیتوب ورکوي او پراختیایي پروژې په کې پلي کوي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها