د پکتيا دکرنې رياست: د Healtho مؤسسې په دوو ولسواليو کې د کانالونو د بيارغونې پروژې پيلوی

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۰:۲۶
د پکتيا دکرنې رياست: د Healtho مؤسسې په دوو ولسواليو کې د کانالونو د بيارغونې پروژې پيلوی


۲۰ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د Healtho مؤسسې چارواکو د پکتيا دکرنې رياست له رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالروف سعيد سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې، د Healtho مؤسسې چارواکو د زرمت او سيدکرم په ولسواليو کې د خپلو راتلونکو پروژو په اړه مفصل معلومات د کرنې له رياست سره شريک کړل، دوی وويل؛ په پام کې لري چې په يادو ولسواليو کې د کار په مقابل کې د خوړو د ورکړې تر سرليک لاندې د کانالونو د بيارغونې پروژې پلي کړي.
د پکتيا د کرنې رئیس ښاغلی مولوي سعيد په خپلو خبرو کې د يادې مؤسسې له چارواکو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د يادې مؤسسې له چارواکو وغوښتل، چې خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ په پوره شفافيت سرته ورسوي.
 نوموړي همداراز وويل، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کاري فرصتونو ترڅنګ د اوبولګونې په برخه کې اسانتياوې هم رامنځته کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها