دلوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنيو ته د چرګانونه واړه فارمونه جوړشول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۷:۲۹
دلوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنيو ته د چرګانونه واړه فارمونه جوړشول


۱۸ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې، ددې ولايت اړوند د محمدآغې په ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنيو ته د دوی د اقتصادي پياوړتيا په پار د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شول.
د چارواکو په خبره له دغو مرستو  پر برخمن شويو ٣٠٠ اړمنو کورنیو  باندې چرګان،د چرګانو دانې او ځیني نور توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ٣٠ دانې چرګان،٣٠٠ کیلو ګرامه د چرګانو دانې،دوه دانې دانه خوري،دوه داني آبخوري او ٤ متره جالۍ ورکړل شوي دي.
د یادو توکو په وېش غونډه کې د لوګر  دکرنې رئیس، دمحمداغی ولسوالی مرستيال، د محمدآغې ولسوالی دکرنې مدیریت مسؤول او ددې ولسوالی يوشمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د لوګر دکرنې ریيس خلکو ته ددغې پروژی دازرښت په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل او سپارښتنه یې وکړه،  تر څو دغې مرستې نه اعظمي ګټه واخلي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنيو ملاتړ او په دې ولسوالی کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختيا ورکول دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها