دکرنې وزارت مسلکي مرستيال د لوږې پر وړاندې د مبارزې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۷:۵۹
دکرنې وزارت مسلکي مرستيال د لوږې پر وړاندې د مبارزې مؤسسې له چارواکو سره وکتل



۱۶ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدر اعظم،  نن د خپل کار په دفتر کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې (AAH) مؤسسې له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د لوږې پر وړاندې د مبارزې (AAH) مؤسسې مسؤل روزي خان حميدي دیادې مؤسسې د کړنو په اړه د کرنې وزارت مسلکي مرستيال ته لنډ معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: "یاده مؤسسه د کرنې او روعتیا په برخه کې کړنې ترسره کوي". د حمیدي په خبره د لوږې پر وړاندې د مبارزې (AAH) مؤسسه پلان لري، چې سږکال په هلمند او غور ولایتونو کې پر یوزر او ۵۰۰ بزګرانو ته ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه یوریا او ۵۰ کیلو ګرامه کیمیاوي سره ووېشي. 
په همدې حال کې، دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم د یادې مؤسسې د مسؤلینو هڅې وستایلې او یې ویل، چې د کرنې او مالدارۍ برخه کې ډېر کار ته اړیتا شته، په ځانګړې توګه دمالدارۍ په برخه کې، چې اوس تازه د مالدارۍ په برخه کې یوه ناروغي رامنځته شوې او ددې ناروغې د مخنوي لپاره باید کوټلې ګامونه پورته شي.‎
ښاغلی صدراعظم د يادې مؤسسې چارواکو ته د هرراز همکاريو ډاډ ورکړ.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها