بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۶:۲۲


۹ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې په دې ولايت کې د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله دوه سلنه زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې، په دې ولایت کې د رومي بانجانو د ترویج په برخه کې اغېزناکې چارې تر سره شوي دي.
تېرکال د بغلان ولایت په ۸۹۸ هکټاره ځمکه رومي بانجان کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۱ زره او ۶۳۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوې وه، خو سږ کال يې د حاصلاتو کچه دوه سلنه زيات شوي دي.
د بغلان د کرنې رياست کارکوونکي وايي، چې د تېر کال په پرتله د رومي بانجانو بيې هم لوړې دي د دوی په خبره تېرکال په همدې شپو او ورځو کې د بغلان ولایت مرکز پلخمري په ښار کې یومن رومي بانجان په ۴۰ تر ۶۵ افغانیو خرڅېدل. خو سږکال هر من یې له ۶۰ تر ۹۸ افغانیو خرڅېږي.
بغلاني بزګران دحاصلاتو زیاتوالي اصلي لاملونه رومي بانجانو د کرکېلي نوې لارې چارې او د اصلاح شو تخمونو استعمالو  بولي.
بايد وويل شي، چې د بغلان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت کارکوونکو ددې ولایت بزګرانو ته د رومي بانجانو د کرکېلي نوې لارې چارې ښودلې دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها