دننګرهار د کانال رياست:په درېيم او څلورم فارمونو کې د تخریب شوو سيمو دبيا رغونې چارې پېل شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۱۲:۳۸
دننګرهار د کانال رياست:په درېيم او څلورم فارمونو کې د تخریب شوو سيمو دبيا رغونې چارې پېل شوې


۶ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۹ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، د شدیدو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله په درېيم او څلورم فارمونو کې د تخریب شويو سيمو د بیا رغونی چارې پېل شوي دي. 
د ننګرهار وادي کرنیز ریاست رئیس مولوي غلام الرحمن وويل، چې د کرنیزو شرکتونو د ټولنو له لوري په څلورم او درېيم فارمونو کې تخریب شوي استنادي پولو او سيمو د بیا رغونې چارې نن پيل شوې. 
د غلام رحمن په خبره له دې لارې به تخریب شوي استنادي پولې ورغول شوي، چې ورسره به  
په زرګونه جریبه ځمکې باندې کرل شوی فصلونه، بڼونه به په وخت خړوبې شي او دغه راز ولاړ فصلونه، بڼونه به د اوبو د نشتون د ګواښ نه په امن شي او په وخت به اوبه ورورسېږي. 
او دغه راز د بیا ځلې سېلابونو مخه به ډپ او د کانال ریاست او مېشتو کليو ځمکې به د اوبو د راوتلود ګواښ نه په امن شي. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د کرنیزو شرکتونو د ټولنی رئيس شاه محمود او ددغې ټولنې غړو هر یوغازي احمدزي، حاجي ممتاز، حاجي تاڼه دار ، اسلام الدین او ټولو، ننګرهار کانال رئیس ته ډاډ ورکړ او د لا زیاتې همکارۍ ژمنه يې وکړه.
په دغو ټولو استنادي دېوالونو او سيمو بيارغونې باندې ، د اټکل له مخې دوه میلونه افغانۍ لګښت راځي،  چې د لسو ورځو په موده کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته به وسپارل شي او په ورته وخت کې به تر سلو تنو پورې بې روزګاره هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها