ننګرهار کې له ۱۴۳۰ کورنیو سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې وشوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۱۱:۱۱
ننګرهار کې له ۱۴۳۰ کورنیو سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې وشوې


۵ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۸ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د (AHF) په مالي لګښت او د بشري مرستو دهمغږي مؤسسې (OCHR) په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په کامې او کوزکونړ ولسوالیو له ۱۴۳۰ بېوزله کورنیو سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې وشوې.
د ننګرهار دکرنې ریاست وایي، چې په هرې ولسوالۍ کې ۷۱۵ هغه کورنیو سره چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي دي د څارویو د خوراکي توکو، حیواني درملو، د سبو تخمونو او کرنیزو توکو مرستې وشوې.
په همدې موخه په جوړه شوي غونډه کې، د ننګرهار د کرنې اداری مرستیال قاري فضل الرحمن صادق، د بشري مرستو دهمغږي مؤسسې مسؤل، د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکتر ضمیر بهسودي، د دواړو ولسوالیو ولسوال صاحبانو، قومې مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو برخه درلوده.
ددغو مرستو موخه د بېوزله کورنیو د ملاتړ ترڅنګ په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا او ودې ته زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها