د ننګرهار دکرنې رییس: ټول خیره بنسټونه او همکارې مؤسسې دې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۴ - ۱۲:۴۱
د ننګرهار دکرنې رییس: ټول خیره بنسټونه او همکارې مؤسسې دې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي


۴ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۷ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې رییس مولوی خالد یي ملتیا کوله د ننګرهار وایت د کوټ، بټي کوټ او مهمندرې ولسوالیو له هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې په وروستیو کې د زیاتو اورښتونو او سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې ورته ځاني او مالي زیانونه په بهسود، سرخرود، اچین، سپین غر، کوزکونړ او روداتو ولسوالیو کې هم هېوادوالو ته اوښتي دي، چې زیاته کچه کرنیزې ځمکې او مالدارۍ زیانمن او همدارنګه یو شمېر کورونه هم تخریب شوي دي.
ښاغلی محمد په ټولو خیره بنسټونو او همکارو مؤسسو غږ وکړ، چې زیانمن شویو کورنیو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي. 
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي دي، چې ډېری کرنیزې ځمکې، بڼونه او کورنه یې تخریب کړي دي، په همدې موخه د اسلامي امارت مشرتابه دکرنې وزارت ته دنده سپارلې ده، چې د سېلاب ځپلو کورنیو سروې دې ترسره او له دوی سره اړینې مرستې وشي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها