لغمان کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې چارې ګړندي شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۲۱:۴۲
لغمان کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې چارې ګړندي شوې


۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د امیرالمؤمنین هبت الله آخند زاده حفظ الله د فرمان په اساس او د کرنې وزارت هدایت سره سم په دې ولایت کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې عملي چارې روانې دي، چې په ترڅ کې یې په دې ولایت کې یوشمېر غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځول شول او په دې برخه کې هلې ځلې روانې دي.
په همدې موخه د لغمان دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د الینګار ولسوالی له چهلمټي سیمې څخه تر بدیع الاباد جامو کلا پورې د ۶۱۵۰ جریبه امارتي غصب شويو ځمکو د تثبیت سروې ترسره او غاصبین یې په نښه شول.
د لغمان دکرنې رییس د یادې سیمې خلکو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې دعالیقدرامیرالمئومنین حفظه الله دحکم په اساس په ټول هېواد کې دغصب شویوځمکودغصب دلائل، دغصب کوونکی اندازه اونورومواردو په اړه دکرنې ریاست ترسرپرستی لاندې کمیټه جوړه شوې، چې یاد کمېټه دمرکز په ګډون په ولسوالیوکی خپل عملي چارې پیل کړي دي.                                                                                  د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده، چې مشري یې د کرنې ریاست کوي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها