د لغمان الینګار ولسوالی کې د څلورو بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۵:۳۸
د لغمان الینګار ولسوالی کې د څلورو بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي


۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د خوړو نړیوالې ادارې «WFP» په مالي او د «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د الینګار په ولسوالی کې د ۶۵ میلیونه او ۱۴۲ زره افغانیو په لګښت څلور بنسټیزې پروژې پلي کېږي، چې ددغو پروژو په پلي کولو سره ۹۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.
دغه پروژې د الینګار ولسوالی د «ادهار، کوخي، شاهي، کلمان، سنګر اوساو» په کلیو کې پلي کېږي، چې موخه یې د خورا زیانمنونکو ټولنیو په ګډون د نارینه، ښځو او ماشومانو د خوړو خوندیتوب او د کارموندنې فرصتونه رامنځته کول دي.
د لغمان دکرنې ریاست په خبره په سمه توګه ددغو پروژو د پلي کولو په پار د لغمان دکرنې ریاست په مشرۍ د یادو مؤسسو ولایتي چارواکو د الینګار ولسوالی له مخورو او قومي مشرانو سره په غونډه کې دوی ته د څلورو بنسټیزو پلي کېدونکو پروژو په هلکه معلومات وړاندې کړل. 
په دغو پلي کېدونکو پروژو کې د ادهار په کلي کې د ۶۰۰ متره استنادي دېوال جوړول شامل دي، چې ټولیز لګښت یې یومیلیون او ۱۷۸ زره او ۱۰۰ افغانۍ ده، چې په ترڅ کې به یې ۱۷ کسانو ته دکار زمینه برابرېږي. دغه راز د کوخي په کلي کې، ۳۳۸ متره محافظتي دېوال جوړېږي، چې ټولیز لګښت یې یومیلیون او ۷۳۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ ده او ۲۵ کسانو ته په کې د کار زمینه برابرېږي، ددې ترڅنګ د شاهي په کلي کې ۳۰ متره کانال جوړېږي، چې لګښت یې ۷۶۲ زره او ۳۰۰ افغانۍ ده او ۱۱ کسانو ته د کار زمینه برابروي، همداراز د کلمان، سنګر او ساو کلیو کې د ۴۴ کیلومتره نوی سړک جوړول هم په دغو پروژو کې شامل دي، چې ټولیز لګښت یې ۶۱ میلیون او ۴۶۹ زره او ۱۰۰ افغانۍ ده او ۸۸۷ کسانو ته په کې د کار زمینه برابرېږي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها