د هلمند د ناوې ولسوالی یوشمېر بزګرو ته د نباتي افتونو او ناروغیو د مخنیوی لارې چارې وښودل شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۶ - ۱۰:۲۵
د هلمند د ناوې ولسوالی یوشمېر بزګرو ته د نباتي افتونو او ناروغیو د مخنیوی لارې چارې وښودل شوې


۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۸ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د ناوې ولسوالی یوشمېر بزګرانو ته د نباتي افتونو او ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ښودل شوي دي.
دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون، ددې ولایت په ګڼو ولسوالیو کې بزګران د پنبې او ممپلیو (پلیو) کښتونه زیات کړي دي، چې د یادو ولسوالیو له ډلې یوه هم ناوې ولسوالی ده، چې په پراخه کچه پکې پنبه او ممپلي کرل شوي دي.
پنبه او ممپلي چې د کورني بازار تر څنګ بهرني بازار  لري او په مناسبه بیه پلورل کېږي په دې وروستیو کې د هلمند بزګرو ورته مخه کړې ده.
ددې لپاره چې بزګر د خپلو ځمکو څخه باکیفیته حاصلات ترلاسه کړي، په ناوې ولسوالی کې دبوټو ساتنې د سیمه ییز مدیریت کارکونکو  لخوا د پنبه دانې او ممپلیو دنارغیو د مخنيوی او کنټرول په برخه کې کرونده ګرو ته میخانیکي او کیمیاوي لارې چارې وښودل شوې ترڅو کښتونه یې له ناروغیو څخه پاک  او ښه حاصلات ترلاسه کړي.
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ هڅه کوي ترڅو د ممپلیو او پنبې کرکېله، روزنې او ښې پالنې په موخه بزګرو ته د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره کړي او له همدې لارې د بزګرانو په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها