هلمند کې د ٨ کیلو متره فرعي کانالونو د پاکولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۶ - ۱۰:۷
هلمند کې د ٨ کیلو متره فرعي کانالونو د پاکولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۸ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
دهلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د موسی کلا ولسوالی د ګڼو ولسونو په غوښتنه، د کرنې ریاست په هلو ځلو د کچ سردار او کاڼي مانده او د شاجوئ یا توغي فرعي کانالونه چې شاخوا ٣٨٣ هکټار کرنیزه ځمکه خړوبوي په اساسي ډول پاکاري او ګټې اخستنې ته وسپارل شول.
په دې پروسه کې نږدې ١٧٠ تنو ځايي اوسیدونکو کار کاوه چې هر نفر ته په ورځنۍ ډول د کار په مقابل کې نغدې پیسې ورکول کیدلې. 
ددې پروسې مالي چارې د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا (IRC) په همکارۍ تمویل شوي دي چې، دکرنې ریاست ترڅنګ د سیمې د مسؤلو ادارو سره په پوره همغږۍ سرته ورسیدلې.
د سیمې ځايي بزګر او اوسېدونکي ددې کانالونو له پاکولو خوښي ښئي او زیاتوي چې ددې فرعي کانالونو په صفا کېدو سره یې د شنو فصلونو، بڼونو او همدارنګه د کورنیو د اړتیا وړ اوبو هغه ستونزې حل شوي دي، چې له کلونو کلونو ورسره مخ وو. 
د هلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي تر څو په کروندو کې د اوبو ښه مدیریت په موخه د کرونده ګرو ستونزې تشخیص او د حل په برخه کې یې اقدامات ترسره کړي، ترڅو د بزګرو د حاصلاتو په لوړېدو کي د پام وړ بهبود رامنځته شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها