لوګر کې د دولتي ځمکو دغصب مخنیوي کمېټې اونیزه غونډه دائره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۵:۳۲
لوګر کې د دولتي ځمکو دغصب مخنیوي کمېټې اونیزه غونډه دائره شوه


۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۷ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په پار د یادې کمېټې اونیزه غونډه دائره شوه. په دې غونډه کې د لوګر د کرنې رییس مولوی سید امین هاشمي، د مقام دفتر رییس مولوی میرویس،د غصب د مخنیوي کمېټې غړو او د مرکز اوړند آبچکان سیمې قومي استازو ګډون درلود.
په دې غونډه کې، د غصب مخنیوی کمېټې غړو د آبچکان دښتې سندونه په ګډه ناسته کې وڅېړل او تر څنګ یې د قومي مشرانو آندونه(نظرونه) واورېدل.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې په یاده دښته کې به ټولې دولتي او شخصي ځمکې د اسنادو او نقشي مطابق معلوم شي، شخصي به شخص او دولتي به دولت ته سپارل کېږی.
یاده غونډه کې، دغه راز د غصب شویو املا کي  یا دولتي ځمکو  اړونده بحث اوهر اړخیزه معلومات وړاندې شول.
باید وویل شي، چې د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د لوګر ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده چې مشري یې د لوګر دکرنې ریاست کوي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها