د اصلاح شویو بذري تخمونو د مشورتي بورډ غونډه دائره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۴۳
زراعت


۳۱غبرګولی ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۲ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوی صدر اعظم په مشرۍ د اصلاح شویو بذري تخمونو د مشورتي بورډ غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې، چې دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ معینیت د غونډو په تالار کې په لاره اچول شوې وه په کې د څېړنو لوی رییس، د احصایي رییس، د بذري تخمونو تولید د شرکت رییس، د تخم د تولیدوونکو ټولنو غړو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO»استازی ګډون درولود او د اصلاح شويو بذري تخمونو په هکله خپل نظرونه شریک کړل.
په غونډه کې دکرنې وزارت مسلکي مرستیال وویل: «د خوښۍ ځای دی، چې په دې غونډه کې ګډون کوم، د بزګرانو د ژوند ښه کولو، د کرکېلي وضعیت ښه کولو او په ټوله کې ټول هېواد لپاره د باکیفیته تخمونو تولید او وېشل مهمه خبره ده، له شک پرته چې په دې برخه کې د نظرونو شریکول او په دې برخه کې هلې ځلې مثبتې پایلې لري، لوی خدای ج په هغو خلکو خپل نعمتونه ډېروي، چې نیک اعمال ترسره کوي او د خلکو د ژوند ښه کولو په پار کار کوي».
غونډه د د غنمو د تولید او بیې ټاکنې په پار د مشورو او نظرونو په شریکولو سره پای ته ورسېد.

 

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها