هلمند کې د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه د دوو ناورونو رغولو چارې پیل شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۴:۵۸
هلمند کې د باراني اوبو زېرمه کولو


۳۱غبرګولی ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۲ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
هلمند چې، پراخې دښتې او ریګي سیمې لري، له پیړیو راهیسې په یادو سیمو کې د باراني اوبو د مهارولو او د اوبو زېرمه کېدو په موخه ناورونه جوړ شوي دي، چې د څو لسیزو راهیسې یاد ناورونه د تخریب، ډکېدو او یا هم د له منځه تلو په حالت کې دي .
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي او د  UNODC مؤسسې په مالي همکارۍ د دو لویو ناورونو سروې، چې مخکې ترسره شوې ول دامهال په  پلان کې ده، ترڅو یاد ناورونه وروسته له څو لسیزو څخه یوځل بیا ورغول شي، چې د رغولو چارې یې عملاً پیل شوې. 
 ددې ناورونو په رغېدو سره به په  یادو سیمو کې د باران اوبه مهار شي، د ځمکې لاندې اوبه به ډیرې او د مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به ورسره حل شي.
ددې پروژې په پیل غونډه کې، د سیمې قومي مشرانو، مالدارانو او کوچیانو د یادې پروژې پیل څخه خوښي وښودل او ډاډ یې ور کړ چې د چارو له پیل څخه تر پایه پورې به د ولسونو ملاتړ ورسره وي او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

ددې پروژې په تطبیق سره به د ریګستان په سیمو کې د کوچيانو اومالدارانو لپاره  د څارويو دڅښاک اوبه زېرمه او دطبي نباتاتو او څړځایونو دبيا رغونې برخه کې به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي .

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها