ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو کار خونه د ورځې درې زره او ۵۰۰ کیلوګرامه شېدې پروسیس وړتيالري

user-admin
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۲ - ۱۲:۳۷
ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو کار خونه د ورځې درې زره او ۵۰۰ کیلوګرامه شېدې پروسیسويران


۲۲لړم ۱۴۰۰
ختیځ لبنیاتو  کارخونه شاوخوا لس کاله  وړاندې د لس زره کیلو ګرامو په ظرفیت  د کرنې او مالدارۍ وزارت له لورې د ختیځ زون د مالدارانو لپاره د جوړیدو ډبره کېښودل شوه.
یاده کارخونه اوس د ننګرهار د ځینو ولسواليو څخه هره ورځ تازه شېدې راټولوي او بیایې په لوړ کیفیت پروسیسوي،  ترڅو تازه، صحي او خوندوره شړومبې،  مستې،  شېدې،  کووا،  چکه،  پېروي او پنیر درنو هېوادوالو ته وړاندي کړي.
ختیځ لبنیاتو کارخوني په ۱۳۹۴ ه ش کال کې په کار پیل وکړ ، چي په لومړی سر کې د ورځې ۵۰۰ کیلو ګرامه شېدې پروسیس کولې،  خو اوس یې د پروسیس کچه ۳۵۰۰ کیلو ګرامه ده.  د ننګرهار  دکرنېاد او  مالدارۍ ریاست هڅه کوي ترڅو یې خپل اصلي ظرفیت ته ورسوي. په همدې موخه د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسواو برنامو له لورې په مختلفو ولسواليو کې پر مالدارانو خوراکې توکې وویشل شوې او هم د ختیځ لبنیاتو ځینو ګروپونو ته د وښو د مېده کولو ماشینونه  ورکړل شوې.
یاده کارخونه  د ننګرهار  ۷ ولسواليو کامه،  کوزکونړ،  بټي کوټ،  سره رود،  چپرهار،  بهسود او غني خېلو له درې زره مالدارانو څخه شېدې راټولوي او په کارخونه کې پراسیس  کوي، چي له دې درکه مالدارانو ته ډېر عواید په لاس ورځي.
ځتیځ لبنیاتو کې ۲۲ تنو ته په مستقیم او ۲۳ نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو بې کیفیته او ارزانه لبني توکي واردېږې، چي یاده کارخونه یې له ستونزو سره مخ کړېده او مسولېن یې له حکومت څخه د پاملرني غوښتنه کوي.
د کارخوني عامل مدیر خالد خان نعمت وایې که چېرته حکومت په بازار کې بې کېفیته لبني توکي بندي کړي او د ښار په مناسبو ځایونو کې ورته د غرفو د نصبولو اجازه ورکړي،  نو یاده کارخونه به ډېر  ژر پخپلو پښو ودرېږي او تازه،  صحي او پاک لبني توکي به لا ډېر  بازار ته وړاندې کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها