پکتیا کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۰ - ۱۰:۲۸
 پکتیا کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

۱۸ تله ۱۳۹۸
پکتیا ولایت کې د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» د پروژې چارې رسماً پیل شوې. دغه پروژه د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري ارزښت په موخه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پلي کیږي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه سلاکار وزیر او د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک مجاهد ځاځی، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو ګډون درلود.
سلاکار وزیر او د پکتیا والي شمیم خان کټوازی په خپلو خبرو کې په دې ولایت کې د کرنې وزارت له کړنو د ستاینې او ممنې ترڅنګ بزګرانو ته ددې سترې پروژې مبارکي وویل او ددې ولایت له اوسیدونکو یې غوښتنه وکړه، چې ددې پروژې په پلي کولو کې هر اړخیزې مرستې وکړي.
ددې پروژې لومړی پړاو د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي اسټراټیژي پر اساس د شپږو کلونو په ترڅ کې د کابل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، بامیان، کنړ او لغمان په ولایتونو کې پلي کیږي.
دغه پروژه، چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی، د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.
یاده پروژه د متوازن اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک تمامیږي، چې عمده اغېزې به یې د بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې دي.
په پام کې ده، چې ددې پروژې له لارې د بازارموندې په برخه کې د وړتیالوړولو له لارې سیمه ییز سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړل شي، د تطبیقي څېړنو او د غوره کرنیزو توکو په استفادې سره د کرنیزو محصولاتو تولید عصري شي، عصري اومدرنې ګلخونې جوړ شي، د کرنې په برخه کې کرنیز تاسیسات جوړ شي، د افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو ته وده ورکړي او تر ټولو مهمه داچې دغو محصولاتو لپاره سوداګریز نوم یا (برنډ) جوړ کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۳۷
Background image

توزیع تجهیزات حمایتی برای مالداران در ولسوالی دلارام

۱۶ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
به هدف حمایت و تشویق مالداران، ۴۵ قلم تجهیزات ضروری به همکاری کمیته هالند برای افغانستان، برای مالداران واجد شرایط در ولسوالی دلارام ولایت نیمروز توزیع شد.
این تجهیزات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۴۹
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی میان ریاست زراعت و مؤسسات همکار در بغلان

۱۵ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه هماهنگی میان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بغلان و مؤسسات همکار با حضور مولوی مصباح‌الدین مستعین، رئیس غله‌جات وزارت زراعت، و سردار خان قانون‌مل، مدیر عمومی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۹
Background image

توزیع زنبور عسل و وسایل زنبورداری برای خانواده‌های مستحق در ولسوالی بنگی تخار

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار اعلام کرد که در ادامهٔ برنامه‌های حمایتی از زنبورداران محلی، به همکاری مؤسسه میشن ایست، برای ۸ خانواده مستحق در قریه قلبراق بالای ولسوالی بنگی. . .

بازگشت به خبرها