د ارزګان ولایت د کرنې ریاست د ځمکوالۍ څانګې له یو شمېر مسوولینو سره ناسته ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۴:۵۴
د ارزګان ولایت د کرنې ریاست د ځمکوالۍ څانګې له یو شمېر مسوولینو سره ناسته ترسره شوه

۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
په دغه ناسته کې چې مشري یې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم کوله د ارزګان ولایت د ځمکوالۍ څانګې تخنیکي آمر ملا غلام صدیق منهاج، د ارزګان ولایت د اجارې او پانګه اچونې څانګې مدیر ملا محمد یونس او د اراضۍ لوی ریاست تخنیکي او حقوقي څانګې سلاکارانو هم ګډون درلود.
په بیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ا لوی رییس مولوي محمود مظلوم، ارزګان ولایت کې د ځمکو په برخه کې د یادې څانګې فعالیتونه همداراز د استرداد شویو ځمکو د اجارې د ورکړې او داسې نورو موضوعاتو په اړه پوښتنې وکړې.
ورپسې د ارزګان ولایت د ځمکوالۍ څانګې مسوولینو په خپل وار خبرې وکړې او په دغه ولایت کې د ځمکو په برخه کې خپل د کارونو، لکه د استرداد شویو ځمکو د اجارې ورکړه، له دغو ځمکو څخه په سمه توګه استفاده، د ځمکو غصب د مخنیوي کمیسوین سره په پوره توګه همکارۍ او په یاده څانګه کې د یو شمېر ستونزو په اړه هم خبرې وکړې.
نوموړو همداراز د یادې څانګې نقلیه وسایتو لپاره تېل او روغنیات، مسلکي کارکوونکو لپاره امتیازي معاش او اضافه کارۍ او یو شمېر تخنیکي وسایلو غوښتنه هم وکړه.
په پای کې د اراضۍ لوی رییس د ارزګان ولایت د ځمکوالۍ څانګې له مسوولینو څخه وغښتل، چې خپل ټول موضوعات دې په رسمي بڼه د اراضۍ لوی ریاست ته وړاندې کړي تر څو سونزو ته یې په سمه توګه او پر وخت سره رسېدنه وشي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

توزیع وسایل پروسس سبزیجات و میوه‌جات برای خانم‌های زراعت‌پیشه در ناحیه هفتم کابل

۷ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش 
ریاست زراعت کابل با همکاری موسسه روپانی، تعداد ۱۸ قلم وسایل پروسس سبزیجات و میوه‌جات را برای ۲۵ نفر از خانم‌های زراعت‌پیشه بی‌بضاعت در ناحیه هفتم شهر کابل توزیع کرد.
ای. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۴۸
Background image

توزیع بزغاله‌های وطنی در شهرک بندر حیرتان

۷جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ در چارچوب برنامه توانمندسازی خانواده‌های فقیر، روند توزیع بزغاله‌های وطنی را در قریه سرچاه شهرک بندر حیرتان تطبیق نمود.
این برنامه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۲۱
Background image

از کندهار تا قطر؛ گشایش دروازه نوین صادرات محصولات زراعتی

۷ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
در نتیجه تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با هماهنگی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری و حمایت مالی یک شرکت خصوصی، روند جدید صادرات. . .

بازگشت به خبرها