د هلمند نهرسراج ولسوالی کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي لخوا ددې ولایت د نهرسراج په ولسوالی کې امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه.
د ځمکو د غصب مخنیوی په دې کمپاین کې د تخنیکي پلاوي غړو تر څنګ اړونده امنیتي مسؤلینو هم برخه اخیستې وه.
په یاد کمپاین کې هغه امارتي ځمکه چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا پکې غاصبانه تصرفات ترسره شوي ؤ او یاهم دغصب دغه لړۍ یې روانه ساتلې وه، نوي جوړ شوي دېوالونه یې له منځه یوړل شول.
د یادونې وړده، چې هلمند کې تر دې وړاندې هم د زرګونه جریبه ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی، چې دغه لړۍ به د مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې ادامه ولري.