د هلمند نهرسراج ولسوالی کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۱:۲۳
د هلمند نهرسراج ولسوالی کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي لخوا ددې ولایت د نهرسراج په ولسوالی کې امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه. 
د ځمکو د غصب مخنیوی په دې کمپاین کې د تخنیکي پلاوي غړو تر څنګ اړونده امنیتي مسؤلینو هم برخه اخیستې وه.
په یاد کمپاین کې هغه امارتي ځمکه چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا پکې غاصبانه تصرفات ترسره شوي ؤ او یاهم دغصب دغه لړۍ یې روانه ساتلې وه، نوي جوړ شوي دېوالونه  یې له منځه یوړل شول.
د یادونې وړده، چې هلمند کې تر دې وړاندې هم د زرګونه جریبه ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی، چې دغه لړۍ به د مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې ادامه ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت