د هلمند مرکز لښکرګاه کې حیواني درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه
۱۵ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او اړوند کارکوونکو له لوري د بولان سیمه کې له حیواني درمل پلورنځیو څخه نظارت او څارنه تر سره شوه.
په دغه سیمه کي د حیواني درملو هغه څلور بابه هټۍ وتړل شوې چي د کار او فعالیت جوازونه یې نه لرل .
ددې ترڅنګ د یادو درمل پلورنځیو څخه تاریخ تېر درمل هم راټول او په اړونده زېرمتون کې ځای پر ځای شول.
دیادې څارنې پر مهال ددغې سیمي حیواني درمل پلورونکو ته سپارښتنه وشوه، چې د خپل کار او فعالیت قانوني جوازونه ترلاسه کړي ترڅو چارې یې په اصولي ډول مخې ولاړې شي.