د هلمند مرکز لښکرګاه کې حیواني درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
Mon, Aug 05 2024 1:14 PM
د هلمند مرکز لښکرګاه کې حیواني درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

۱۵ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند  د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او اړوند کارکوونکو له لوري د بولان سیمه کې له حیواني درمل پلورنځیو څخه نظارت او څارنه تر سره شوه.
 په دغه سیمه کي د حیواني درملو هغه څلور بابه هټۍ وتړل شوې چي د کار او فعالیت جوازونه یې نه لرل .
ددې ترڅنګ د یادو درمل پلورنځیو څخه تاریخ تېر درمل هم راټول او په اړونده زېرمتون کې ځای پر ځای شول.
دیادې څارنې پر مهال ددغې سیمي حیواني درمل پلورونکو ته سپارښتنه وشوه، چې د خپل کار او فعالیت قانوني جوازونه ترلاسه کړي ترڅو چارې یې په اصولي ډول مخې ولاړې شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS