لوګر کې د شېدې ټولولو مرکزونه جوړ شوي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۵:۶
لوګر کې د شېدې ټولولو مرکزونه جوړ شوي

۲۰ کب ۱۳۹۸
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت اړوند د شش کلا، پل کندهاري، سبزک او پورک سیمو اړوند د شېدې ټولولو مرکزونو د جوړولو چارې بشپړ شوي دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دوی په خبره د شېدې ټولولو دغه مرکزونه چې دکرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ جوړې شوي دي، د جوړولو چارې یې بشپړ شوي دي، چې په نږدې ورځو کې په ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه مرکزونه، چې د سلګونه لېټره شیدې د ټولولو په ظرفیت سره جوړې شوي عصري خونې، د زېرمې خونه، او ګدام لري.
د یادو مرکزونو د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب دی.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د شېدې ټولولو یاد مرکزونه په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او د لبنیاتو د پروسس د فابریکو په واک کې یې ورکوي، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کیږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.
د چارواکو په خبره د دغو مرکزونو جوړېدل د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام دی. دوی زیاتوي، چې د شېدې ټولول او شېدو ته بازارموندنه کولای شي، چې د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

توزیع تخم و وسایل زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در زرنج

۱۳ ثور ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری  با همکاری مؤسسه سازمان کمک‌های بشری (OHA)، برای ۷۵ تن از خانم‌های زراعت‌پیشه به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، تخم‌های سبزیجات و وسایل. . .

بازگشت به خبرها