شریکسازی گزارش پیشرفت پروژههای آبیاری با معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت
۱۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مسؤولان دفتر خدمات پروژهای ملل متحد، گزارش پیشرفت فعالیتها و پروژههای آبیاری این نهاد را با مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، شریک ساختند.
در این دیدار، مولوی باز محمد فیضان ضمن قدردانی از فعالیت نهادها و مؤسسات خارجی در بخش پروژههای عمرانی، بر اهمیت هماهنگی در تطبیق پروژهها تأکید کرده و اطمینان داد که وزارت زراعت در راستای پیشبرد برنامههای مفید و انکشافی، همکاری و حمایت لازم را انجام خواهد داد.
در ادامه، مسؤولان دفتر خدمات پروژهای ملل متحد در مورد روند تطبیق پروژههای آبیاری از طریق انرژی آفتابی یا سیستم سولری در ولایتهای کنر، لغمان، بدخشان، تخار و غور معلومات ارائه کردند.
به گفته مسؤولان این نهاد، کارهای ساختمانی سربندها، نصب پایپها و تجهیزات مورد نیاز این پروژهها جریان داشته و تلاش میشود تا کار آنها در زمان تعیینشده تکمیل شود.
این پروژهها بهمنظور انتقال و استفاده از آب رودخانهها برای آبیاری زمینهای خشک و غیرزراعتی و فراهمسازی زمینه تبدیل آنها به زمینهای قابل کشت تطبیق میشود.
تطبیق این پروژهها نقش مهمی در توسعه زمینهای زراعتی، مدیریت منابع آبی و افزایش تولیدات زراعتی داشته و زمینه آبیاری بخش قابل توجهی از زمینهای زراعتی را فراهم خواهد کرد.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال سره د اوبولګولو پروژو د پرمختګ راپور شریک شو
۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر«یواناوپياس» چارواکو د دغه بنسټ د اوبولګولو پروژو او فعالیتونو د پرمختګ راپور، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي باز محمد فیضان سره شریک کړ.
په دې لیدنه کې، مولوي باز محمد فیضان د ودانیزو پروژو په برخه کې د بهرنیو بنسټونو او مؤسسو له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، د پروژو د پلي کولو پر مهال د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې وزارت به د ګټورو او پراختیايي پروګرامونو د پرمخ وړلو په برخه کې لازمې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.
ورپسې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر«یواناوپياس» چارواکو په کونړ، لغمان، بدخشان، تخار او غور ولایتونو کې د لمریزې انرژۍ یا سولري سیستم له لارې د اوبولګولو پروژو د پلي کېدو د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل.
د یاد بنسټ د مسؤلینو په وینا، د دغو پروژو اړوند د سربندونو د جوړولو، پایپونو او اړینو وسایلو د نصبولو چارې روانې دي او هڅه کېږي، چې یادې پروژې په ټاکل شوې موده کې بشپړې شي.
دغه پروژې د دې لپاره پلي کېږي، چې د سیندونو اوبه د وچو او غیرکرنیزو ځمکو د خړوبولو او د دغو ځمکو د کرنیزو ځمکو د ګرځولو لپاره ولېږدول شي او د کرنې وړ ځمکو د پراختیا زمینه برابره شي.
د دغو پروژو پلي کول د کرنیزو ځمکو په پراختیا، د اوبو د سرچینو په مدیریت او د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې مهم رول لري او د کرنیزو ځمکو د پام وړ برخې د خړوبولو زمینه به برابره کړي.
