د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال سره د اوبولګولو پروژو د پرمختګ راپور شریک شو

mail-admin
Wed, Sep 02 2026 11:03 AM
شریک‌سازی گزارش پیشرفت پروژه‌های آبیاری با معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر«یوان‌اوپي‌اس» چارواکو د دغه بنسټ د اوبولګولو پروژو او فعالیتونو د پرمختګ راپور، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي باز محمد فیضان سره شریک کړ.
په دې لیدنه کې، مولوي باز محمد فیضان د ودانیزو پروژو په برخه کې د بهرنیو بنسټونو او مؤسسو له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، د پروژو د پلي کولو پر مهال د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې وزارت به د ګټورو او پراختیايي پروګرامونو د پرمخ وړلو په برخه کې لازمې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.
ورپسې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر«یوان‌اوپي‌اس» چارواکو په کونړ، لغمان، بدخشان، تخار او غور ولایتونو کې د لمریزې انرژۍ یا سولري سیستم له لارې د اوبولګولو پروژو د پلي کېدو د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل.
د یاد بنسټ د مسؤلینو په وینا، د دغو پروژو اړوند د سربندونو د جوړولو، پایپونو او اړینو وسایلو د نصبولو چارې روانې دي او هڅه کېږي، چې یادې پروژې په ټاکل شوې موده کې بشپړې شي.
دغه پروژې د دې لپاره پلي کېږي، چې د سیندونو اوبه د وچو او غیرکرنیزو ځمکو د خړوبولو او د دغو ځمکو د کرنیزو ځمکو د ګرځولو لپاره ولېږدول شي او د کرنې وړ ځمکو د پراختیا زمینه برابره شي.
د دغو پروژو پلي کول د کرنیزو ځمکو په پراختیا، د اوبو د سرچینو په مدیریت او د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې مهم رول لري او د کرنیزو ځمکو د پام وړ برخې د خړوبولو زمینه به برابره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS