دخوست پر یوشمېر بڼوالو او مالدارانو اړینې کڅوړې ووېشل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۷ - ۱۳:۴۸
دخوست پر یوشمېر بڼوالو او مالدارانو اړینې کڅوړې ووېشل شوې

۱۷ مرغومي ۱۳۹۸
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت دبڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت پر یوشمېر ښځینه بڼوالو او مالدارانو د بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند اړینې کڅوړې وېشلي دي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په وېشل شویو کڅولو کې پر یوشمېر مېرمنو د مېوو او سبو د پروسس توکي او د مربا او اچارو جوړولو کڅوړې، چې په هره کڅوړه کې ۱۷ توکي شامل دي وېشل شوي دي. ددغو کڅوړو د وېش موخه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول د دوی اقتصادي پیاوړتیا او د دوی د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړول دي.
دغه راز ۱۴ ښځیه بڼوالو ته د کورنیو باغچو د جوړولو لپاره پلاستیک ورکړل شوي، ترڅو د کورنیو باغچو په جوړلو سره د خپلو کورنیو په اقتصادي وده کې مرسته وکړي.

ددې ترڅنګ د ژمي په موسم کې د مالدارانو د څارویو د خوارځواکۍ د مخنیوي او د دوی د څارویو د شېدې د تولید د زاتولو په پار ددې ولایت پر ۷۹۰ مالدارانو د منرال بلاک «معدني خښتې» د جوړولو کڅوړې، چې په کې شپږ اړین توکي شامل دي وېشل شوي دي.

ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده ورکول او د مالدارانو ملاتړ دی.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها