دخوست پر یوشمېر بڼوالو او مالدارانو اړینې کڅوړې ووېشل شوې
![دخوست پر یوشمېر بڼوالو او مالدارانو اړینې کڅوړې ووېشل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-01/80552702_2961502780540969_925857875136348160_o.jpg)
۱۷ مرغومي ۱۳۹۸
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت دبڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت پر یوشمېر ښځینه بڼوالو او مالدارانو د بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند اړینې کڅوړې وېشلي دي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په وېشل شویو کڅولو کې پر یوشمېر مېرمنو د مېوو او سبو د پروسس توکي او د مربا او اچارو جوړولو کڅوړې، چې په هره کڅوړه کې ۱۷ توکي شامل دي وېشل شوي دي. ددغو کڅوړو د وېش موخه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول د دوی اقتصادي پیاوړتیا او د دوی د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړول دي.
دغه راز ۱۴ ښځیه بڼوالو ته د کورنیو باغچو د جوړولو لپاره پلاستیک ورکړل شوي، ترڅو د کورنیو باغچو په جوړلو سره د خپلو کورنیو په اقتصادي وده کې مرسته وکړي.
ددې ترڅنګ د ژمي په موسم کې د مالدارانو د څارویو د خوارځواکۍ د مخنیوي او د دوی د څارویو د شېدې د تولید د زاتولو په پار ددې ولایت پر ۷۹۰ مالدارانو د منرال بلاک «معدني خښتې» د جوړولو کڅوړې، چې په کې شپږ اړین توکي شامل دي وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده ورکول او د مالدارانو ملاتړ دی.