خوست کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار کورني قوریې جوړیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۱۵:۵۴
خوست کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار کورني قوریې جوړیږي


۶ لېندۍ ۱۳۹۸
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغونې په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو « موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده» کې ۳۶۰ بزګرانو ته د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو د پروژې چارې رسماً پیل او پر دغو بزګرانو د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو د اړونده توکو د وېش لړۍ پیل شو.

د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري وویل، چې ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیاروغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې، چې په کې د موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده ولسوالۍ شامل دي ۳۶۰ بزګرانو ته د جلغوزې او چهارمغزو کورني قوریي جوړيږي. د ښاغلي نوري په خبره د یادو کورنیو قوریو د جوړولو په پار ددې ولایت له دوه منده ولسوالۍ څخه پر بزګرانو د قوریو د جوړولو د اړینو توکو د وېش لړۍ رسماً ددې ولایت د والي حلیم فدایي او یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شو. د خوست والي حلیم فدایي وویل، چې په یادو ولسوالیو کې د جلغوزې او چهارمغزو د دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګیو د تولید په پار به ۳۶۰ بزګرانو ته داسې قوریې جوړې شي، چې هر یوه قوریه به ی د شپږ زره نیالګیو د تولید وړتیا ولري او دوه زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه به پر ځنګل وپوښل شي.

د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري وایي، چې ددې پروژې له لارې په یادو ولسوالیو کې د ځنګوالۍ ۳۶ ټولنې هم جوړې شوي دي.

ددې پروژې ټولیز لګښت ۱۴.۵ میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې به یې هر قوریه دار ته د جلغوزې دوه کیلو تخم او د چهارمغزو ۳۰ کیلو تخمونه، بېلچې، د خېشاوې توکي، اب پاش، دواپاش، څلور اوسپنیز تونلونه، ۲۵ کیلو ګرامه سپېنې او تورې سرې ورکول کیږي.

د خوست د کرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په لومړي پړاو کې به خلکوته عامه پوهاوی، دویم پړاو کې به روزنیز پروګرامونه او درېیم پړاو کې به د بزګرانو ۲۰ سیمه ییز ښوونځي جوړيږي. ټاکل شوې، چې ددې پروژې له لارې تر درې کلونو پروې قوریه لرونکو سره تخنیکي مرستې وشي ترڅو د دوی نیالګي تر ځنګل پورې ورسیږي.

پر بزګرانو د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو د توکو په وېش غونډه کې د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس نواب امیرزی وویل، چې صنعتي او کرنیز تولیدات خلکو ته کار پیداکوي او ولسونه د هوساینې خواته بیایي. هغه زیاته کړه، چې د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د افغانستان ځمکني او هوایي دهلیزونه خلاصې شوي دي او د افغانستان کرنیز توکي د نړۍ هرې خواته په اسانۍ رسیږي.

په ورته وخت کې قومي مشر حاجي عبدالرحمن ځدراڼ وویل: «خوښ یم چې دولت کلیو او بانډو ته پاملرنه کوي او د ولس د ښیګڼې لپاره دوی ته اسانتیاوې رامنځ ته کوي.» هغه وویل چې د جلغوزې او چهارمغزو پروژه به د ولسونو په هوساینه، اقتصادي وده او ځنګلونو په رغونه کې مهم رول ولري او ولسونه به له دې پروژو څخه کلکه ساتنه کوي.

خوست د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې کولو په هڅه کې دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها