ننګرهار کې د کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۹:۲۴
ننګرهار کې د کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې  

په ننګرهار ولایت کې د ۱۷زره او ۴۸۰ امریکایي ډالرو په لګښت د کانالونو او فرعي ویالو د پاکولو چارې پیل شوې. دغه پروژه د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، او د ډي آر اې او کورډېډ په مالي ملاتړ د مهمندرې او لعلپورې ولسوالیو کې پيل شوې، چې پکې ۱۰ کیلومتره اوږده دوه کانالونه او فرعي ویالې پاکېږي.  
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وايي، چې د دې پروژې له لارې ۲۰۰ بې‌روزګاره هېوادوالو ته د ۲۰ ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوې.  
نوموړي زیاته کړه، چې د کانالونو پاکولو سره به زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو اسانتیا رامنځته شي.  
د بشري خیریه مؤسسې کرنیز مسوول انجنیر هدایت الله ثنایي وویل، چې د دې پروژې موخه خلکو ته د کار زمینې برابرول او د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي، څو کورنۍ پر ځان بسیا شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

در کندهار یک چک‌دیم به ارزش ۶ میلیون افغانی ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
یک چک‌دیم بزرگ به ارزش ۶ میلیون افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در منطقه باغ عمری ولسوالی ژیری ولایت کندهار ساخته و پس از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین‌های بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان با توزیع ۸۰ هزار دوز واکسین پی‌پی‌آر و واکسین بروسلوز برای گاو، بز و گوسفند آغاز شد.
در این کمپاین، ۸۰ هزار. . .

بازگشت به خبرها