تر دې وروسته د دایکندي مڼې نه خوساکیږي او په ښه بیه خرڅیږي؛

د دایکندي په ولایت کې د مڼو ۱۸ صفر انرژۍ سړې خونې جوړ شول

15 ساعتونه 22 دقیقې مخکې

د دایکندي په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د مڼو ساتنې په پار د ۲۱ صفر انرژۍ سړوخونو له ډلې تر دې دمه د ۱۸ سړوخونو رغنیزې چارې بشپړ او د درې نورو هغو چارې نږدې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي.
ددغو سړوخونو د جوړولو ټولیز لګښت د بڼوالو له ونډې پرته نږدې ۵۰ میلیونه افغانۍ ده، چې د حکومت له خوا پرې شوې ده.
تر بادامو وروسته، مڼه د دایکندي ولایت د بڼوالۍ تر ټولو ډېر محصول دی، چې په پراخه کچه ددې ولایت په ټولو ۱۰ ولسوالیو کې تولیدیږي. په دایکندي کې د مڼې څلور زره او ۹۰۰ جریبه بڼونه دي، چې روان کال له دغو بڼونو ۳۵ زره ټنه مڼې راټول شوي دي. د دایکندي په ولایت کې نږدې ۲۰ ډوله مڼې تولیدیږي، چې تر ټولو مشهور هغه یې د دخترشاه (د پادشاه لور) مڼې دي. د دختر شاه مڼه له تولید وروسته کابل او هرات ولایتونو ته صادریږي، چې غوره کیفیت او ځانګړی خوند لرونکې دي.
د دایکندي د کرنې ریاست د چارواکو په خبره تر دې وړاندې د دایکندي ولایت د مڼو د تولیداتو ډېره برخه یا په ټیټه بیه خرڅېدل او یا خوساکېدل، خو ددغو سړوخونو په جوړېدو سره به تولیدوونکي وهڅیږي، چې لا ډېرې مڼې تولید کړي.

د دایکندي په ولایت کې د مڼو ۱۸ صفر انرژۍ سړې خونې جوړ شول

تازه خبرونهټول خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

لغمان کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوي

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې، په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوې او مخ پر وده روانه ده.
د لغمان د کرنې رییس. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۳۷
Background image

د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا په څلورو ولایتونو کې د ۱۸۶ ممیزخونو جوړول

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه «HVCDSP» د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کابل، پکتیکا، لوګر او غزني په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۸
Background image

ارزګان کې پر لس زره او ۶۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ، کې د ارزګان ولایت په کچه پر لس زره او ۶۶۰. . .

ګالريټول

له ښځو سره ښه چلند وکړئ

د بلخ ولایت پېژندنه د کرنې وزارت له کمرې څخه

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د مڼو او انارو لپاره د صفر انرژۍ سړوخونو جوړولو جزییات!

د ننګرهار مالټې

په ولسي جرګه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست وزیر داکتر انوارالحق احدي د وینا یوه برخه!

ننګرهار کې د نارنجو حاصلاتو د راټولولو موسم- انځور: شجاع نوري

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کچالو او پيازو زېرمتونونو د جوړولو جزییات!

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ چکوتره- انځور: شجاع نوري

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د پیازو د ۹ بابه زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د کرنې د ودې بېلګه؛ د بزګرانو د کاروبار پر ښه والي د یوې پروژې پنځه ګټور اصلونه

د ننګرهار د خرماوو کلنۍ تولید، ۱۵۰ ټنو ته رسیږي

دمڼو او انارو د سروخونو جورول

کارموندنېټولې دندې

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۶:۱۹

کابل

Background image

د مرکزي ریاستونو د ۴م او ۵م  شپږ بستونو د کمښت اعلان 

په شرایطو برابر کسان کولای شي، چې د اعلان د خپرېدو له نېتې سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د انساني سرچینو له ریاست او د ګمارني له . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۶:۳

کابل

Background image

د مرکزي ریاستونو د۷مې رتبې اته بستونو د کمښت اعلان

په شرایطو برابر کسان کولای شي، چې د اعلان د خپرېدو له نېتې سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د انساني سرچینو له ریاست او د ګمارني له امریت . . .
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

۷رتبه بست ......  ډریور (موټرچلونکی)

د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزات په پام کې لري، د اداري ریاست ۷ رتبه بست ډریور په دې خاطر چې کار اهل کار ته و سپارل شې د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته ورکوي.

نو ټولوهغو نارینه کسان ته . . .