د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۲۳
د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل 

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د همغږۍ او پلان لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشري، په افغاستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له عمومي مسؤلینو او د دې ادارې له کرنیزو کارپوهانو سره، تخنیکي او همغږیزه غونډه د کرنې وزارت په مقر کې دایره شوه.
په دې لیدنه کې، د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو،اف،پي» له هڅو او همکاریو څخه چې د افغانستان د کرنې په برخه کې یې کړي، مننه وکړه او د دغو همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه، څو د هېواد د کرنې سکتور لا پرمختګ ومومي.
همداراز، په دې ناسته کې څرګنده شوه، چې له دې وروسته به ټولې پروژې د کرنې وزارت له ټاکل شویو برنامو او لومړیتوبونو سره سمې پلي کېږي، څو له سرچینو څخه په اغېزمن ډول د کرنې د وضعیت د ښه والي لپاره ګټه واخیستل شي.
دا لیدنه د کرنې وزارت او نړۍوالو ادارو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده.


دیدار رئیس عمومی پلان وزارت زراعت با مسئولان عمومی برنامه جهانی غذا در افغانستان
۱۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای هماهنگی و تخنیکی به رهبری مولوی عبدالغفور، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسئولان عمومی برنامه جهانی غذا  در افغانستان و کارشناسان بخش زراعت این نهاد در مقر وزارت زراعت برگزار شد.
در این دیدار، رئیس عمومی پلان وزارت زراعت از تلاش‌ها و همکاری‌های برنامه جهانی غذا در بخش زراعت افغانستان قدردانی کرده، بر تداوم این همکاری‌ها در جهت توسعه سکتور زراعتی کشور تأکید ورزید.
همچنان در جریان جلسه تصریح شد که از این پس تطبیق پروژه‌ها در هماهنگی با برنامه‌ها و اولویت‌های تعیین‌شده وزارت زراعت صورت خواهد گرفت تا از منابع به‌گونه مؤثرتر در راستای بهبود وضعیت زراعت استفاده شود.
این دیدار در چارچوب تقویت همکاری‌های تخنیکی میان وزارت زراعت و نهادهای بین‌المللی صورت گرفته است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال خلیل ابراهیم اوکر سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

پکتیا کې ۱۲۵ تنو مالدارانو  سره د مالدارۍ توکو مرسته وشوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اړیکو دفتر مؤسسې  په مرسته د دې ولایت د روحانی بابا ولسوالی کې پر ۱۲۵ تنو مالدارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي سرې د پلور مخه ونیول شوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي (ډي.ای. پي. . .

بازگشت