د وزیر ژوندلیک

د کرنې وزارت د سرپرست وزیر الحاج مولوی عطالله عمري لنډ ژوندلیک

عطاء الله عمرید هېواد علمي او جهادي شخصیت او د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر الحاج مولوی عطاءالله عمري له نن څخه ۶۲ کاله وړاندې په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کې د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالی کې په یوه علمي، جهادي او روحاني کورنۍ کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د بابا ولي په دارالعلوم کې حاصلې کړی دی او د قرغان له عالي لېسې څخه فارغ شوی دی.
مولوي عطاءالله عمري د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ ام کال کې د فاریاب د والي په توګه خپل کار پیل کړ. 
ښاغلی عمري خپل د ځوانۍ انرژي او مفکورې د اشغال او بهرنیو یرغلګرو په ځپلو او نسکورولو لګوله. ښاغلی عمري تر ۲۰۰۷ ام کال پورې د فاریاب د والي په توګه دنده ترسره کوله، 
چې وروسته بیا د ملکي تلفاتو د کمیسیون مشر وټاکل شو. الحاج مولوی عطاءالله عمري تر ۲۰۲۰ ام کال پورې د سرپل، جوزجان، سمنګان او بادغیس په ولایتونو کې د والي په توګه پاتې شوی دی.
د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري د کابل تر فتحې وروسته مولوی عطاءالله عمري د هېواد په شمال کې د قول اردو د قومندان په توګه وټاکل شو، چې په یاده دنده کې یې مثبتې لاسته راوړنې درلودې او د هېواد په شمال کې د نظامي نظم او دیسپلین په راوستلو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي دي.
تر دې وروسته په ۲۰۲۱ ام کال کې مولوی عطاءالله عمري د هېواد د ملي دفاع وزارت د تکنالوژۍ مرستیال په توګه په دنده وګمارل شو، چې په یاده دنده کې د پام وړ مثبتې لاسته راوړنې لري.
الحاج مولوی عطاءالله عمري؛ په ۲۰۲۲ ام کال کې د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان پر اساس دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.
الحاج مولوی عطاءالله عمري دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست وزیر تر ټاکل کېدو وروسته ډېر ژر په دې وزارت کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته او دبزګرانو، بڼوالو، مالدارانو او دکرنې سکټور په نورو برخو کې د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو د ستونزو معلومولو او د دوی ستونزو ته د حل لار موندنې په پار د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه ترسره کړل.
ښاغلی عمري په تېر یو کال کې څه باندې ۴۵ زره جریبه ځمکه د خصوصي سکټور په واک کې ورکړه، ترڅو د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
الحاج مولوی عطاءالله عمري د پانګوالو په جذب او هغوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ډېرې هلې ځلې کړي دي. په همدې موخه ښاغلی عمري د ترکیې او نورو نړیوالو سوداګرو د هڅونې په موخه په کال ۲۰۲۳ کې ترکیې هېواد ته سفر وکړ او هلته یې د چارواکو په ګدون له ګڼو سوداګرو سره د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د مثبتو بدلونونو رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې، چې په پایله کې ګڼ شمېر ترکي سوداګر دې ته وهڅول شول، چې په ګران هېواد افغانستان کې پانګونه وکړي.
الحاج مولوی عطاءالله عمري د اسلامي امارت د حکم پر اساس په هېواد کې د امارتي ځمکو د غصب پروړاندې د مبارزې د کمیسیون غړی هم ټاکل شوی چې په ټول هېواد کې څه د پاسه ۷ ملیونه جریبه ځمکه د غصب له ګواښ څخه خلاص او غصب شوي ځمکه یې تثبیت او بررسي کړی دی. د یادونې وړ ده، چې ۴۵۴ زره جریبه ځمکه د غاصیبیونو له منګلو خلاصه او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونه لپاره به د خصوصي سکتور په واک کې ورکړل شي.