کور دننه ځان بسیاینې په پار هڅې؛ لوګر کې د روب جوړولو کارخونه

content_admin
کور دننه ځان بسیاینې په پار هڅې؛ لوګر کې د روب جوړولو کارخونه

لوګر د کابل په سوېل کې، ښایي کابل ته یوازنۍ نږدې ولایت وي، چې کولی شي له پلازمېنې سره د خپل نږدېوالي او ګاونډیتوب تر ټولو زیاته ګټه پورته کړي.
د لوګر ولایت؛ د نورو ډېرو ولایتونو په پرتله دکرکېلې لپاره مناسبه چاپېریال، اوبه او هوا لري. په وروستیو کالو کې ددې ولایت بزګران او اوسیدونوکو، د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې د پراخو بدلونونو شاهدان دي. دا بدلونونه ددې لامل شوې، ترڅو د لوګر اوسیدونکي او بزګران د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ نويو لارو چارو سره بلد شي او دا زده کړي، چې څنګه له خپلو حاصلاتو ښه عواید تر لاسه کړي.
لوګر له هغو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې په پراخه کچه بېلابېل کرنیز توکي په بېلا بېلو فصلونو او وختونو کې ترې راټولېږي او د خرڅلاو لپاره د هېواد مارکټونو او لویو بازارونو ته وړاندې کېږي.
د یادو محصولاتو له ډلې یو هم رومي بانجان دی، چې د لوګر ولایت په ډېرو ولسوالیو کې په زیاته پیمانه کرل کېږي.
رومي بانجان له پرمصرفو خوراکي ګیاوو څخه ګڼل کېږي، چې په ډېرو ولایتونو کې یې کرکېله او تولید دود دی، خو د فصل په موسم کې په ډېره ټیټه بیه پلورل کیږي.
دې ستونزې ته په کتو یو تن پانګوال هلې ځلې پیل کړ، چې د لوګر ولایت د رومي بانجانو د حاصلاتو د خوساکېدو او په ټیټه بیه د پلور مخه ونیسي او د «تهیه» په نوم روب ترې جوړ کړي.
احمد شاکر نوابي له ډېرو ستونزو او ننګونو سره سره په کور د ننه پانګونې ته سینه سپر کړئ او غواړي، چې له کورنیو او د بزګر په لاس روزل شویو محصولاتو څخه چې د سیمې له ګوډ ګوډ څخه راټولیږي د پروسس او غوره تولیداتو لپاره د هېواد والو اړتیاوې راکمې او ځان بسیاینې ته نږدې کړي نو پدې اړه یې له کورنیو محصولاتو د «تهیه» په نوم روب جوړونې ته زړه ښه کړئ، چې دا مهال یې کار مخ په غوړېدو دی.
د «تهیه» په نوم د روب جوړولو شرکت په ۱۳۹۹یم کال کې خپل فعالیت پیل کړی دی، چې له ستونزو سربېره یې خپل کار ته دوام ورکړ چې، اوسمهال د روب یاد تولیدي شرکت کولئ شي خپل محصولات هر وخت او په لنډه موده کې خپلو هېواد والو ته چمتو کړي. د یاد شرکت د چاروکو له خولې له تېر یو کال راهیسې د عصري ماشین الاتو په درلودلو سره رومي بانجانو څخه د «تهیه» په نوم روب جوړوي، چې په یاده موده کې توانېدلی تر څو شاوخوا ۲۰ ټنه په لوړ کیفیت روب تولید او بازار ته وړاندې کړي، چې د هېواد والو له تود هر کلي سره مخ شوي دي .
په دې فابریکه کې د بزګرانو رومي بانجانو پلور ته د زمینې ترڅنګ یوشمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، چې اوسمهال په کې لس کسان کار کوي.
د یاد شرکت یوتن کارکوونکی محمد مصطفی وایي، خوښ دی چې په خپل ولایت او کورنۍ ته نږدې د کار کولو زمینه ورته برابره شوی دی او خپل د کورنۍ لګښتونه د کار کولو له لارې د یادې کار خونې څخه پوره کوي او ورځ تر بلې یې ژوند مخ په ښه کېدو دی.
د یاد شرکت تولیدي محصولات د لوګر ترڅنګ پکتیا، خوست، میدان وردګ او کابل ولایتونه هم تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د یاد شرکت د چارواکو په خبره دوی په پام کې لري، چې د خپلو تولیداتو لمن پراخ او د هېواد ټولو ولایتونو ته خپل تولیدات ورسوي.
د یاد شرکت مسوول احمد شاکر نوابي وایي، چې یوازینۍ موخه یې د رومي بانجانو په فصل کې په خورا ټیټه بیه د لوړ کیفیت او تازه رومي بانجانو د پلور مخنیوی دی، چې د رومي بانجانو په فصل کې بانجان په ټیټه بیه ګاونډ هېواد پاکستان ته صادرېده، چې کروندګرو ته به کومه ځانګړي ګټه په لاس نه ورتله نو پدې اساس غواړو چې له کروندګرو څخه په مناسبه بېه رومي بنجان واخلو او روب ترې جوړ کړو.
احمد شاکر نوابي وویل «شاوخوا له ۲۰۰ بزګرانو سره په دې برخه کې تړون لرو او غواړو چې دا شمېر ډېر کړو تر څو هم له بزګرانو سره او هم له هېواد والو سره مرسته وکړو.»
یاد تولیدي شرکت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پنځه ویشتم نندارتون چې د څو ورځو لپاره په لاره اچول شوی وه هم ګډون کړی وه، چې خورا ارزښتمن او لاسته راوړنو څخه ډک یې بولي.
هغه وویل، چې په لاره اچول شوې نندرتون کې د خپلو تولیداتو د پلور تر څنګ، د شرکتونو، سوداګرو او هټیوالو سره هوکړې او د لوړ پوړو او دولتي چارواکو سره یې ګټورې لېدنې هم درلودې.
د تهیه روب شرکت مسوولین له هېوادوالو غواړي، چې د تولیدي شرکتونو د ودې او پراختیا لپاه خپل اصیل ملي محصولات د افغانستان د پرمختګ لپاره وکاروي او ګټه ترې واخلي هغه له دولت څخه هم غواړي چې د معیاري تولیداتو لپاره دې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.