د ننګرهار کانال د زیرمو د بیا رغوني پروژه

mail-admin
NVDA

د پروژې نوم

د ننګرهار کانال د زیرمو د بیا رغوني پروژه (NVDA)

موقعیت

ننګرهار او بلخ

تمویل کوونکی

آسیایې پراختیايې بانک (ADB)

د پروژې موده

۲۰۰۹-۲۰۲۰

پلي کوونکی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت/ د ننګرهار کانال ریاست

بودیجه

31.22 ملیونه امریکایې ډالره

د پروژې اساسي موخه

د اوبو د سیستم د ارتقا او بیا رغوني له لاري د اوبو د سرچینو مدیریت

 

 

 

 

 

 

د ننګرهار کانال تاریخچه:

د ننګرهار کانال د پراختیا پروژه د اوبولګولو یوه مهمه پروژه ده چې، د پخواني شوروي اتحاد په تخنیکي مرسته په کال ۱۹۶۱ زیږدیز کې جوړه شوې او په لومړي ځل د اوبولګولو لوی کانال  ته ورکړل شوه چې، په ټولیزه توګه ۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري او ۲۵ زره هکتاره ځمکه،چې درې زره یی باغونه او نوره ۲۲ زره هکتاره ځمکه یې کرنیزه ده، خړوبوي. یاد کانال د سره رود، بهسودو، بټي کوټ، غني خیل او مهمندرې ولسوالۍ کې د باسول ترکلي پورې ټولي ځمکي خړوبوي. 

دننګرهار کانال د اوبو ظرفیت په یوه ثانیه کې ۵۰ متر مکعبه ده، چې د ۳۱۰۰۰ هکتاره ځکمې د خړوبولو وړتیا لري.

د افغانستان په ختیځ زون کې د ننګرهار وادي د پروژې موخي په لاندې ډول دي:

۱- پراخه شاړې او سوځنده ځمکي تر کرنې لاندې راوستل او په ځانګړې توګه د زیتون او ستروسو د باغونو جوړول.

۲- د ډول ډول ونو په ځانګړې توګه د یوکلیپتس د ونو کرنه، چې د یوې خوا دسیمې دسمسورتیا لامل ګرځي او له بل پلوه دچاپیریال د پاکوالي ، په سیمه کې د تودوخي د درجې ټیټیدل او همدارنګه د میوه داره ونو او باغونو د پاره د تندو بادونو د ګړندیتوب راټیټولو سبب ګرځي.

۳- د پروژې د اقتصادي کچې د لوړوالي له پاره د زیتونو تیل، اچار ، ستروسو او مالدارۍ (لبنیاتو) د محصولاتو  پروسس او بهر ته  صادرول.

۴ - په هره دولتي او یا شخصي ځمکه یا ویاله کې د اوبو د یو پرمختللی سیستم شتون، چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی کوي او د اوبو د عادلانه ویش په برخه کې مرسته کوي.

سریزه:

د ۲۰۰۸ زیږدیز کال په پیل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوړپوړو چارواکو په هیواد کې د اوبو لګولو د پر مخ تللو سیستمونو د رغونې او د اوبو د زیرمو څخه په معقوله توګه ګټه اخیستلو لپاره د آسیايې پراختیايې بانک څخه غوښتنه وکړه ترڅو د پورتنيو موخو په اړوند یو عملي پلان تر لاس لاندي ونیسي، چې دغه پروګرام ته د ( اوبو د زیرمود پانګې اچونې د پراختیا پروګرام)

Water Resource Development Investment Program (WRDIP) نوم ورکړل شو.

تمه ده چې د پانګه اچونې دغه پروګرام به د اوبو د زیرمو د ښه مدیریت په اساس د تأسیساتو د پرمختیا، د ظرفیتونو د لوړوالي او د نهادونو د پیاوړتیا له لارې د کرنیزو ځمکو څخه د لوړې کچې محصولات لاس ته راوړل شي.  په پروګرام کې لاندې څلور برخې رانغاړل شوي دي.

  • دشمال د سیمې د اوبو د حوزې پراختیا.
  • د ننګرهار د اوبو لګولو د کانال بیا رغونه او وده.
  • د سیلابونو مخنیوی او کنترول.
  • د پانګې د پروګرام پراختیا او سنبالښت.

د اوبو د زیرمو د پانګې اچونې د پراختیا پروګرام پیژندنه:

د ننګرهار د ناوې د پراختیا پروژه چه د اوبولګولویوه بنیادي پروژه ده ، دا پروژه د آسیائي بانک د WRDIP تمویلونکي پروګرام یوه برخه ده.

د WRDIP/ NVDA پرمختیايي پروژه د لاندې موخو د لاس ته راوړنې لپاره جوړه شوې ده:

  • د اوبو رسونې د اوسني سیستم ښه والی او مالي حمایت، بیارغونه او د اوبو د سرچینو د نویو زیربناوو جوړونه.
  • د  ننګرهار د ناوې په سیمه کې د عمومي کانال او همدارنګه د دویمې او دریمې درجې  ویالو ښه والی او بیارغونه.
  • د کانال د هغو برخو د ښه والي ملاتړ،چې مېرمنې ترې د خپلو کورنیو کارونو لپاره کار اخلي.
  • د اوبو لګولو د ټولنو جوړول، چی یادي ټولني د شخصي او دولتي ځمکو په کچه د اوبو منظم ویش ته لاره هواروي او همدارنګه د بزګرانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې کار کوي. 
  • د ننګرهار د کانال ریاست لپاره د ځینو ماشین الاتو پیرل.
  • د ننګرهار کانال د کارکوونکو او د ذیدخلو خواوو د ظرفیت لوړوالی.
  • د یو اقتصادي پلان ترتیب تر څو د ننګرهار کانال ریاست ځیني چاري خصوصي سکتور ته و سپارل شي.

د ننګرهارکانال د جوړونې او ترمیم د پروژې اړوند ټول تکمیل شوي او پلان شوي فعالیتونه کوم چې له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۹ زیږدیز کال پورې بشپړ شوي دي.

  1. NVDA ودانیزي (ساختماني) اساسي چارې:
  • د کانال د بیا رغونې کارونه.
  • د لوی کانال پاکول.
  • د اوبو د کنترولي دروازو نوي کول (تعویض).
  • دسیفونونو بیا جوړونه او تحکیماتو جوړول.
  • د محافظوي دیوالونو ترمیم.
  • د کانال پخول او ډبریز کارونه په ځینو برخو کې.
  • د پیاده تګ او د موټرو د تیریدو پلچکونو بیا ودانول.
  • د اوبو د اندازه ګیري د وسایلو جوړول.
  • د لوی کانال د غاړې د سړکونو رغونه.
  • د دویمې او دریمې درجې کانالونو د ورخونو رغونه.
  • د دویمو او دریمو درجه کانالونو داوبو د ویش سیستم جوړول.
  • د اوبو د سمبالولو/ تنظیمولو د وسایلو ترمیم.
  • د میکانیزمونو او دروازو رغول.
  • د ښځو لپاره د اوبو د لاسرسي په منظور د ځینو ځایونو جوړول.
  • د حیواناتو لپاره د اوبو د لاسرسي په منظور د ځینو ځایونو جوړول.

  • د پمپ ستیشنونو داحیا او بیا رغولو چارې
  • د پمپ ستیشنونو د تعمیراتو ترمیم.
  • د واترپمپونو ترمیم.
  • د بریښنا د سیستم ترمیم.
  • د ځینو ماشینونو ترمیم.
  • د نلدواني د سیستومونو ترمیم.
  • د پمپ ستیشنونو لپاره د لمریزې بریښنا د سیستم جوړول.

  • د زابرونو د بیا رغونې چارې:
  • د زابرونو پاکول.
  • د زابرونو د ځینو برخو پوښول.
  • د ځینو زابرونو د سنګ کاري د کارونو کول.
  • د زابرونو د غاړې د سرکونو جوړول.
  • د آبریزو د ساختمان جوړول.
  • د پلچکونو جوړول.
  1. د اوبو لګولو د ټولنو او همدارنګه په کرونده کې د اوبو د مدیریت د ظرفیت د لوړولو لپاره د (NGO’s) ګومارل
  • د اوبو د ښه تنظیم لپاره د ټولنو اساسنامې جوړول.
  • د بلخ او ننګرهار په ولایتونو کې د اوبو لګولو د ټولنو جوړول ا و

راجستر کول.

  • ټولنو ته ښوونیز ورکشاپونه جوړول.
  • د نمایشي تحقیقاتي قطعاتو جوړول.
  • په راتلونکي کې د ټولنو له خوا د اوبو لګونې د سیستم ساتنه او

څارنه.

  1. د مشاوریت دیو نهاد ګومارنه / منځ ته راوړل:

مشوره ورکونکي نهاد به د NVDAد کاري ټیم سره په لاندې برخو کې مرسته کوي:

  • ډیزاین – تدارکاتي خدمتونه – د ساختماني کارونو څخه څارنه، ترڅو د NVDA د اوبو رسونې سیستم ته پراختیا ورکړل شي او بیارغونه یې وشي.
  1. د یو بزنس پلان جوړول او همدارنګه په دې بزنس پلان کې د ننګرهار د کانال ریاست دخیلول تر څو د ننګرهار د کانال ځیني چارې خصوصي سکتور ته په ټیکه ورکړل شي.
  2. د ننګرهار د کانال د کارکوونکو او ذیدخلو خواوو د ظرفیت لوړوالی.
    • د ننګرهار کانال ریاست کارکوونکو او ذیرخلو خواوو ته په هېواد دننه کې د روزنیزو کورسونو دایرول
    • د ننګرهار کانال ریاست کارکوونکو او ذیدخلو خواوو لپاره د هېواد نه بهر د کورسونو دایرول
  3. د ننګرهار کانال ریاست ته د ماشینری پیرل
    • د کرنیزو ماشینونو پیرل
    • د ننګرهار کانال د حفاظت او ساتنې په موخه د ماشین الاتو پیرل

د NVDA پروژي د تیر کال مهم فعالیتونه (۱۳۹۷)

۱ـ په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د اوبو د نهه پنځوس ټولنو جوړول، چې یادي ټولني د کرنیزو اوبو د تنظیم او ویش په برخه کې مهم رول لوبوي.

۲ـ په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې ۱۷۷۳ تنه بزګرانو ته په بیلابیلو برخو کې روزنیز ټرینینګونه برابرول. یاد روزنیز ټرینینګونه د بزګرانو د ظرفیت په موخه ترسره کیږي.

۳ـ په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د څلویښتو دویمه او دریمه درجه کانالونو د بیا رغولو چاري د محلي شوراګانو په مرسته.

۴ـ په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د جوارو، کچالو، ، پالکو او ګلپي د نبات لپاره د لسو ننداریزو قطعاتو جوړول.

۵ـ د سرخاب سیفون او چهاروازی دیوال د سروې، ډیزاین  او تدارکاتي پروسي پای ته رسیدلي دي او همدارنګه د یاد سیفون او دیوال عملي چاري پیل شوي دي.

۶ـ د لمریز برق د سیستم د جوړولو لپاره د یادي چاري سروي او ډیزاین تکمیل شوي او د تدارکاتو پروسه يې په جریان کې ده.

د NVDA پروژي د سږ کال مهم فعالیتونه (۱۳۹۸)

  • د ننګرهار کانال اړوند د (NCB#046) ساختماني قرارداد چې د ۳۰، ۲۹ او ۳۱ دویمه درجه کانالونو ترمیم او بیارغونه، د سرخاب سیفون جوړول، د چهاروازي د خاوریني تپې بیا رغونه او همدارنګه د ننګرهار کانال نور پاتي کارونه پکې شامل کیږي.
  • کرنیزو ځمکو ته د اوبو د رسولو په موخه د دوو لمریزو واتر پمپونو او د هغوی د ټولو ملحقاتو نصبول او پیرل( تقریبا ۳۰۰۰ هکتاره د NCB#047 د هوکړه لیک په اساس)
  • د روان کال تر پای پوري په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د دویمه او دریمه درجه کانالونو د بیا رغولو په موخه د څلویښتو کوچنیو ټولنیزو قراردادونو تر سره کول.
  • د ننګرهار کانال ریاست لپاره د ماشینونو او کرنیزو تجهیزاتو پیرل
  • په ننګرهار ولایت کې د اوبو د ټولنو د ظرفیت لوړولو په موخه د NGO ګمارل
  • د بهرنۍ پلټني د کمپنۍ فیس (external audit)

د NVDA پروژې اساسي کړنې-۱۳۹۹

د ننګرهار کانال د زیرمو د بیا رغوني پروژې عملیاتي پلان په لاندي جدول کې تشریح شوی ده

شمیره

د فعالیت نوم

په روان کال کې د پرمختګ سلنه

ملاحظات

1

په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د NCB046 د پاتي کارونو بشپړول

 100%

 

2

د NCB-047 د هوکړه لیک له مخي د ننګرهار کرنیز شرکت لپاره د سولر پلانت پیرل، نصب او ساختماني چاری.

75%

ددې هوکړه لیک تدارکاتي مرحله په ۱۳۹۸ لمریز کال کې بشپړیږي

3

د ICB-024 هوکړه لیک په اساس د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د خودکفایی په موخه د ماشینونو پیرل

دا چاره په تدارکاتی پروسه کې ده

 

4

د کارکوونکو او زده کوونکو لپاره د ظرفیت لوړلو په موخه روزنیز ټرینینګونه

د اجرا په حال کې

 

5

اداري او عملیاتي لګښتونه

60%

 

 

 

 

 

 

د پروژې ساحوي دفترونه او د اړیکو شمیرې

د ننګرهار کانال د زیرمو د بیا رغوني پروژه په دوو ولایتونو (ننګرهار او بلخ) کې فعالیت کوي او په دواړو ولایتونو کې ساحوي دفترونه لري.

۱ـ د ننګرهار ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: انجنیر محمد امین زاهد

د اړیکې شمیره: ۰۷۸۰۸۰۹۱۶۸

بریښنالیک: amin.zahid12@gmail.com ۱

ـ د بلخ ولایت ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: انجنیر عزت الله یوسفزی

د اړیکې شمیره: 0778552075, 0729458766

بریښنالیک: ezat_yousefzai@yahoo.com

د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژې پېژندنه، کړنې او لاسته راوړنې

د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژې یا«NVDA»پېژندنه