د کرنې ودي او کلیو پراختیا پروژہ (CBARD)

mail-admin

پیژندنه:

د کرنې ودي او کلیو پراختیا (CBARD) پروژه د شوراګانو پر بنسټ ولاړ پروژه ده، چي د سیمیزو توکو د لوړ ارزښت د پراختیا او پياوړتيا لپاره بازار موندنه کوي. دغه پروژه د فراه، بادغیس او ننګرهار چي د کوکنارو ستر تولیدونکي شمیرل کیږي د 163 شورا او ۱۲ ولسوالیو کي فعالیت لري.

د CBARD  پروژه د بزګرانو ملاتړ څخه سربیره د تولید کچې لوړولو، د کرنې او سوداګرۍ او اوبولګولو په زیربنایي شته عامه او خصوصي برخو کي د پرمختګ او پياوړتیا لپاره رول لوبوي، چي دا زیربنايي  د اوبو لګولو او د ترانسپورت اسانتیا د کرنې ودي او تولید لپاره په ستراتیژیکو سیمو کې لاره هواروي. د مهمو کلیدی بنسټونو رغوني او یا بیا رغوني لکه د ګلخانو، ذخيرو، د سړو خونو د مرکزونو، د بسته بندۍ پروسس، د کوچنیو او متوسطو شرکتونو لپاره د شوراګانو سره تعلق اتحادیو له لارې د ارزښت ډیرولو فعالیتونه پياوړې کوي.

موخہ

د فراه، ننګرهار او بادغیس ولایتونو کي د سیمي او کورنی اقتصاد ښه والی او د ارزښتناکو کرنیزو توکو د تولید او ودي له لاري د کوکنارو په کرکیله تکیه کمول.

ولایتونہ

  • فراه

خاک سفید او پشت رود

  • بادغیس

بالامرغاب، غورماچ، جوزجان او قادس

  • ننګرهار

اچین، چپرهار، روډات، شیرزاد، کوټ او خوګیاڼی

فعالیتونہ

کرنه

د CBARD  پروژه د ۴۰ تر ۵۰ په سلوکي د تولید سطحي لوړلو په موخه  متراکم او نيمه متراکم باغونه، د کوچنیو او غټو تجارتي شني خوني، د سبزيجاتو او ميوو د  بسته بندی مرکزونه جوړ کړي او د حاصلاتو ټولولو توکي او د مچيو فارمونه يي هم په مستفیدینو ویشلي دي. د پورته ذکر شوي فعالیتونو برسیره، مستفید شوی بزګرانو ته د فارم روزنې پروګرام، تخنیکي همکارۍ او د روزنې کورسونه هم ورکړل سوي دي.

دا فعالیتونه د تولید کچي او کیفیت لوړلو په موخه، په کرهنیزو کړونو، موسمي تولیداتو او د کرهنیزو سرچینو په اغیزمنتیا زیاتولو تمرکز کوي. تعليمي پروګرامونو او د بڼوالي نوي طریقو د بزګرانو په عوايدو د لږو ځمکو څخه د ډیر حاصل اغیز ثابت کړی دی.

تجربو ښودلی چې د ښځو ملاتړ په کورنیو کي د اقتصادي بار کمولو کې پوره مرسته کوي. د CBARD پروژي د فراه، بادغیس او ننګرهار په ولایتونو کې د بي وزلو ښځو ملاتړ لپاره کورني باغونه، کوچني شني خونې او د مچیو فارمونه ورکړي دي.

زیربنا

د افغانستان ډير شمیر وګړی کلیوالی ژوند لری او ژوندانه یی په کرنه ولاړ دی او اوبه په کرنه کې یو مهم حیاتي عنصر دی، چې له بده مرغه د افغانستان د اوبو زیرمې د وچکالي او د اقلیم بدلون له کبله ګواښل کیږي. د دې حیاتي سرچینو د ساتلو لپاره، د CBARD پروژي په کلیو کي یو لړ د اوبو ویالي، بندونه، د اوبو ذخیري، ترناب، او نوري د اوبو لګولو مهمي او اغیزمني پروژي د وخت نه ضایعه کولو په ویالو پاکولو، د اوبو په سر د شخړو مخنیوي او د ډیرو ځمکو خړوبولو په موخه پلي کوي.

په دریو پورته ولایتونو کي د سیلاب څخه د کرني ځمکو خوندیتوب لپاره استنادي  دیوالونه، د اوبولګولو لپاره بندونه، د وڅکو جوړولو لپاره خوني، د کرني تجارتي مرکزونه او شني خوني د زیربنايي فعالیتونو له ډلي څخه شمیرل کیږي.

لاستہ راوړنې

د 1593 جریبه باغونو جوړول  په ننګرهار، فراه او بادغیس ولایتونو کې

د 44 نمایشي متراکم او نیمه متراکم باغونو جوړول په بادغیس ولایت کي

د ورمي کمپوست 85 واحدونه په فراه او بادغیس کي جوړول

د 468 سوداګریزو شنو خونو ودانول په درو یادو ولایتونو کي چي اوس حاصلات تري اخیستل کیږي

د الویرا 109 ګلخاني ودانول په بادغیس او فراه ولایتونو کي

د اوبو مدیریت 63 ساختماني پروژو ودانول په بادغیس، فراه او ننګرهار ولایتونو کي

د 570 کورنيو باغچو جوړول د ښځو لپاره په یادو درو ولایتونو کي

د 523 ښځو لپاره کوچنیو شنو خونو ودانول په درو ولایتونو کي

624 ښځو ته د سبزیجاتو د پروسس توکي ویشل په درو واړو ولایتونو کي

 د 180 ښځو لپاره د مچیو صندوقونو ویشل

د 39 باب کشمیش خانو ودانول په بادغیس او فراه ولایتونو کي

د بسته بندی ۶۲۴ تجهیزاتو ویشل