کرنه

superadmin

«غوره کرکېله او ډېرعاید»، په دې برخه کې د کرنې وزارت د کړنو بنسټ جوړوی. د روزنیزو برنامو له لارې بزګرانو او بڼوالو ته د کرکېلي غوره لارې چارې ور پېژندل، دوی ته د اوبولګولو عصري لارې چارې ښودل، د سب سایډي په ډول پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل، بڼوالو ته د ژر رسو او مثمرو مېوو نژادونه ور پېژندل، په کال کې لسګونه زره شنې خونې، ګلخونې او کورني باغچې جوړول، په ټول هېواد کې د کرنې په برخه کې د لېوالو مېرمنو وړتیالوړولو په برخه کې هلې ځلې، د پروسس په برخه کې د مېرمنو وړتیاوې لوړول او په لویه کچه د جوسو فابریکې ایجادول، د کرنې په برخه کې د کرنې وزرات کړنې او کړنو ته زمېنې برابرول دي.