پکتیا کې پر یوشمېر زعفران کارانو د زعفرانو وچوولو دستګاوې ووېشل شوې

content_admin
Wed, Oct 02 2019 3:37 PM
پکتیا کې پر یوشمېر زعفران کارانو د زعفرانو وچوولو دستګاوې ووېشل شوې

۱۰ تله ۱۳۹۸
بزګرانو سره د کرنې وزارت د ملاتړ په لړ کې داځل د پکتیا ولایت زعفران کارو بزګرانو حمایتي مرستې ترلاسه کړل.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وایي، چې ددې ولایت د زعفرانو ټولنې څلورو ګروپونو ته د زعفرانو وچولو عصري دستګاوې ورکړل شول. یاد دستګاوې په یوه ساعت کې د یوه کیلو زعفرانو د وچولو وړتیا لري.
دغه دستګاوې، چې د زعفرانو وچوولو او پروسس په موخه استعمالیږي ددې ولایت د زعفرانو ټولنې د څلورو ګروپونو پر زعفران کارانو وېشل شوي دي. د ښاغلي مومند په خبره ددغو دستګاوو په وېش سره په دې ولایت کې د زعفرانو د پروسس په برخه کې شته ستونزې به تر یوې کچې هوارې شي. هغه زیاته کړه، چې له دغو وېشل شویو دستګاوو څخه د زعفرانو ټولنې او ګروپونه ټول بزګران کولای شي کټه پورته کړي.
د دغو دستګاوو د وېشلو موخه د زعفرانو د پروسس صنعت ته وده ورکول او د زعفران کارانو ملاتړ دی.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS