د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژه (HVCDSP)
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت
د پروژې نوم: | د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژه (HVCDSP) |
موقعیت : | د افغانستان په یوولسو ولایتونو (کابل، لوگر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزنی، وردگ، ننگرهار، کنر، لغمان او بامیان) کې |
تمویل کوونکی: | آسیایې پراختیاې بانک(ADB) |
د پروژې موده: | د ۲۰۱۸ زیږدیز کال له ډسمبر څخه بیا تر ۲۰۲۴ زیږدیز پوري |
پلي کوونکی : | د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت |
بودیجه: | ۷۵ ملیونه امریکایې ډالره |
د پروژې اساسی موخه: | په متوازن ډول اقتصادي وده، د کرنیزو محصولاتو وده او غذایې امنیت، د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د زیربناوو او آسانتیاوو ښه والی او همدارنګه د بڼوالي د محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره ملي ظرفیت ته وده ورکول. |
د پروژې لنډه پیژندنه
آسیایې پراختیایي بانک د ۱۳۹۷ هـ ل کال د تلي په میاشت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ته د ۷۵ میلیونه امریکايې ډالرو په ارزښت بلا ناغه مرسته د (بڼوالۍد ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې) د پلي کیدو لپاره منظور کړه. د نوموړې پروژې تاثیر د متوازن اقتصاد د ودې او ثبات سره تړلی ده. د دي پروژې عمده تاثیر به د بڼوالي محصولاتو د تولید، بازار موندني او د هغوی د ارزښت لوړونه اوسي. دا پروژه د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د انکشاف د ستراتیژي او د آسیایي پراختیایي بانک لخوا د هیواد سره د همکاري د ستراتیژي په پام کي نیولو سره ډیزاین او طرحه شوې ده.
دا پروژه د افغانستان په یوولسو ولایتونو (کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، وردګ، ننګرهار، کنړ، لغمان او بامیان) کې پلي کیږي. یاده پروژه د وارداتو د تعویض او همدارنګه د وچو میوو د صادراتو د ودې په برخه کې کار کوي.
په بڼوالۍ سربیره، دا پروژه د کرنیزو تشبثاتو په برخه کې کار کوي. پروژه په پام کې لري تر څو د میوو او سبو لپاره د پروسس او بسته بندي د مرکزونو جوړول، د بڼوالي محصولاتو لپاره د بسته بندي د ماشینونو او نورو وسایلو برابرول، د عصري سړخونو جوړول او د کچالو، کلونل روټساک او micro-propagation لپاره د انساجو د کښت (Tissue Culture) لابراتوارونو د جوړولو په برخه کې له کرنیزو سوداګرو سره د ټاکل شوې فیصدي په بنسټ، مرسته وکړي.
اساسي موخي
- د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د زیربناوو او آسانتیاوو ښه والی.
- د بڼوالۍ د محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره ملي ظرفیت ته وده ورکول.
- د تطبیقی څیړنو له لاري د محلي کرنیزو کاروبارونو پراختیا او همدارنګه د بازارموندني په برخه کې د ظرفیتونو لوړول.
- د کرنیزو محصولاتو د تولید عصري کول، تطبیقي څیړنې او د کرنیزو وسایلو عصري کول، د عصري شنو خونو جوړول او همدارنګه په کرنیزو ځمکو کې د کرنیزو تاسیساتو جوړول.
- د افغانستان د باغداري محصولاتو وده او په نړیواله کچه د یادو محصولاتو برنډ کول.
کاري ساحه:
په لومړي قدم کې دا پروژه عمدتآ په میوو کې مڼې، زردالو، شفتالو، آلو، انار، ګیلاس، بادام او انګور، او په سبو کې کچالو، پیاز، رومي بانجان، او نور د شنوخونو نباتات په پام کې نیسي. نوموړې پروژه به د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې پلي کیږي . په دې سره به پروژه د هیواد په کچه د تازه او وچو میوو، او سبو د وارداتو په تعویض او د صادراتو په لوړوالي کې پوره ونډه واخلي.
دوه ډوله فرعي پروژې به د نوموړې پروژې له لاري تمویل کیږي:
(i) د کرنیزو سوداګرو فرعي پروژې، چې عبارت دي له:
- د میوو او سبو د پروسس او بسته بندي مرکزونو جوړول،
- د درجه بندي او بسته بندي او یا هم د پروسس د وسایلو او ماشین آلاتو برابرول،
- د عصري سړو زیرمو او کنترول شوی اتموسفیر زیرمو جوړول،
- د محصولاتو د کیفیت د تضمین لپاره په پروسس مرکزونو کې د لابراتوار جوړول،
- کرنیزو سوداګرو ته د نړیوالو معیاري سندونو یا ستندردونو ورپیژندنه او د محصولاتو د کیفیت او صحي والي څخه ډاډمن کیدل،
- د کچالو، کلونل روټساک او micro-propagation لپاره د انساجو د کښت (Tissue Culture) لابراتوارونو جوړول.
(ii) د بزګرانو لپاره ځانګړې شوې فرعي پروژې، چې اړتیا وړ فرعي پروژې به د دې پروژي په واسطه تطبیق کیږي، عبارت دي له:
- د عصري شنو خونو جوړیدل.
- د کچالو او پیازو لپاره د صفرانرژی سړو زیرمو تاسیس.
- د متراکمو باغونو احداث او د هغوی چیله کول.
- د تاکستانو (د انګورو باغونو) جوړول او د هغوی چیله کول.
- د ممیزو د وچولو خوني.
- د اوبو د زیرمو څخه ښه ګټه اخیستل او بزګرانو ته د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د حوضونو جوړول او د اوبولګولو لپاره د څاڅکي سیستمونو نصبول.
د پروژې د پایدار او ښه پلی کیدو لپاره، د فرعي پروژو په تمویل کې د کرنیزو سوداګرو سهم ۵۰ سلنه او د بزګرانو سهم به ۲۰ سلنه وي. نوموړې پروژه به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د افغانستان د مالیې وزارت سره په همغږي او د آسیایې پراختیایې بانک په مالي مرسته پلي کیږي.
د HVCDSP پروژې اساسي کړنې-۱۳۹۸
- په مرکز او اړوندو ولایتونو کې د پروژې لپاره د کارکوونکو ګمارنه
- د اداري او معلوماتي ټکنالوژې اړوندو وسایلو پیر
- د ساحوي دفترونو ترمیم
- د پروژې د کارکوونکو او همدارنګه د بزګرانو او کرنیزو سوداګرو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو دایرول
- د پروژې په اړه د بزګرانو او کرنیزو سوداګرو لپاره د عامه پوهاوي په موخه د روزنیزو ټرینینګونو دایرول
- د پروژې لپاره د پنځو عرادو موټرو پیرل
- د کرنیزو سوداګرو پیژندل او همدارنګه د پروژې سره د کارکولو لپاره د هغوی هڅونه
- د بادام باغ د نندارتون له لاري عامه پوهاوی او د کرنیزو سوداګرو پیژندنه
د ۱۳۹۹ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو فعالیتونه
د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت تر چتر لاندي یو شمیر فعالیتونه ترسره کړې او یو شمیر هغه یې تر کار لاندي دي. په ټوله کې یادي پروژې ۱۹۲ ممیز خوني، د کچالو لپاره د ۳۹۴ صفر انرژي ذخیره خوني، د پیازو د صفر انرژي د ۳۴۳ بابه ذخیره خونو د جوړولو چاري او همدارنګه د ۳۰۰ بابه لمریزو وچوونکو چاري په نظر کې نیول شوې دي چې، یاد فعالیتونه په لاندي جدول کې شرح شوې دي.
د یادولو وړ ده چې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کرنیزو تشبثاتو په برخه کې درې پروژې آسیايي پراختیایې بانک ته د تصویب لپاره استول شوې چې د یادو پروژو پلان شوې بودیجه ($2800000) او د پروژې سهم ($1200000) ده.
ولایت |
ولسوالي |
د فعالیت ډول |
د فعالیتونو مجموعه |
تر پوښښ لاندي |
پرمختګ (%) |
ملاحظات |
|||
ممیز خوني |
د پیازو ذخیره خونه |
د کچالو ذخیره خونه |
لمریز وچوونکي |
||||||
بامیان |
مرکز |
0 |
2 |
35 |
4 |
41 |
41 |
70% |
|
یکاولنگ # 1 |
0 |
0 |
27 |
4 |
31 |
31 |
65% |
|
|
شیبر |
0 |
1 |
21 |
4 |
26 |
26 |
60% |
|
|
کهمرد |
0 |
26 |
12 |
4 |
42 |
42 |
65% |
|
|
صیغان |
0 |
10 |
0 |
4 |
14 |
14 |
60% |
|
|
مجموع |
0 |
39 |
95 |
20 |
154 |
154 |
64% |
|
|
غزني |
مرکز |
20 |
3 |
30 |
10 |
63 |
63 |
20% |
|
قره باغ |
11 |
6 |
13 |
10 |
40 |
40 |
25% |
|
|
خواجه عمري |
0 |
0 |
7 |
8 |
15 |
15 |
20% |
|
|
|
31 |
9 |
50 |
28 |
118 |
118 |
22% |
|
|
پکتیکا |
ښرنه |
2 |
9 |
5 |
8 |
24 |
24 |
60% |
|
یوسف خیل |
6 |
9 |
5 |
8 |
28 |
28 |
60% |
|
|
ارگون |
0 |
0 |
0 |
6 |
6 |
6 |
80% |
|
|
یحی خیل |
0 |
6 |
7 |
6 |
19 |
19 |
65% |
|
|
|
8 |
24 |
17 |
28 |
77 |
77 |
66% |
|
|
وردگ |
میدان ښار |
0 |
8 |
11 |
5 |
24 |
24 |
40% |
|
چک |
0 |
1 |
19 |
5 |
25 |
25 |
35% |
|
|
سید آباد |
0 |
25 |
46 |
5 |
76 |
76 |
30% |
|
|
نرخ |
0 |
1 |
15 |
5 |
21 |
21 |
35% |
|
|
دایمیرداد |
0 |
0 |
17 |
4 |
21 |
21 |
30% |
|
|
جلریز |
0 |
0 |
1 |
4 |
5 |
5 |
30% |
|
|
|
0 |
35 |
109 |
28 |
172 |
172 |
33% |
|
|
پکتیا |
گردیز |
0 |
3 |
19 |
5 |
27 |
27 |
60% |
|
احمد آباد |
0 |
1 |
8 |
3 |
12 |
12 |
70% |
|
|
سید کرم |
0 |
4 |
9 |
3 |
16 |
16 |
60% |
|
|
زرمت |
0 |
33 |
0 |
4 |
37 |
37 |
50% |
|
|
څمکنی |
0 |
0 |
0 |
3 |
3 |
3 |
60% |
|
|
میرزاکه |
0 |
0 |
4 |
4 |
8 |
8 |
60% |
|
|
شواک |
0 |
0 |
0 |
3 |
3 |
3 |
50% |
|
|
خدران |
0 |
0 |
0 |
3 |
3 |
3 |
70% |
|
|
|
0 |
41 |
40 |
28 |
109 |
109 |
60% |
|
|
لوگر |
پل علم |
27 |
55 |
45 |
8 |
135 |
135 |
60% |
|
محمد آغه |
1 |
35 |
30 |
7 |
73 |
73 |
50% |
|
|
چرخ |
0 |
1 |
4 |
7 |
12 |
12 |
60% |
|
|
خوشی |
0 |
0 |
0 |
6 |
6 |
6 |
55% |
|
|
|
28 |
91 |
79 |
28 |
226 |
226 |
56% |
|
|
کابل |
شکردره |
14 |
0 |
0 |
2 |
16 |
16 |
80% |
|
گلدره |
12 |
0 |
0 |
2 |
14 |
14 |
80% |
|
|
استالیف |
11 |
0 |
0 |
2 |
13 |
13 |
75% |
|
|
فرزه |
12 |
0 |
0 |
2 |
14 |
14 |
75% |
|
|
میربچه کوت |
18 |
0 |
0 |
2 |
20 |
20 |
80% |
|
|
کلکان |
16 |
0 |
2 |
2 |
20 |
20 |
70% |
|
|
قره باغ |
23 |
0 |
0 |
2 |
25 |
25 |
80% |
|
|
پغمان |
2 |
1 |
1 |
2 |
6 |
6 |
70% |
|
|
چهارآسیاب |
0 |
34 |
0 |
2 |
36 |
36 |
90% |
|
|
موسهی |
0 |
26 |
0 |
2 |
28 |
28 |
95% |
|
|
بگرامی |
0 |
10 |
0 |
2 |
12 |
12 |
90% |
|
|
ده سبز |
17 |
10 |
0 |
2 |
29 |
29 |
70% |
|
|
خاکجبار |
0 |
10 |
0 |
2 |
12 |
12 |
90% |
|
|
ناحیه شهری |
0 |
6 |
1 |
2 |
9 |
9 |
95% |
|
|
|
125 |
97 |
4 |
28 |
254 |
254 |
81% |
|
|
ننگرهار |
کامه |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
25% |
|
کوز کنړ |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
25% |
|
|
بهسود |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
25% |
|
|
بټی کوټ |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
25% |
|
|
|
0 |
0 |
0 |
28 |
28 |
28 |
25% |
|
|
کنړ |
څوکۍ |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
25% |
|
خاص کنړ |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
25% |
|
|
مروره |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
25% |
|
|
اسعد آباد |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
25% |
|
|
|
0 |
0 |
0 |
28 |
28 |
28 |
25% |
|
|
خوست |
اسماعیل خیل |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
100% |
|
تنی |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
100% |
|
|
گربز |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
100% |
|
|
مرکز |
0 |
0 |
0 |
7 |
7 |
7 |
100% |
|
|
|
0 |
0 |
0 |
28 |
28 |
28 |
100% |
|
|
لغمان |
مهترلام |
0 |
0 |
0 |
14 |
14 |
14 |
85% |
|
قره غه ئی |
0 |
0 |
0 |
14 |
14 |
14 |
80% |
|
|
|
0 |
0 |
0 |
28 |
28 |
28 |
75% |
|
|
|
مجموع عمومی |
192 |
336 |
394 |
300 |
1222 |
1222 |
|
|
د پروژې ساحوي دفترونه او د اړیکو شمیرې:
د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژه د هېواد په یوولسو ولایتونو کې فعالیت کوي او څلور ساحوي دفترونه لري:
د ننګرهار ساحوي دفتر
ساحوي مسئول: محمد یعقوب گلزی
د اړیکې شمیره: ۰۷۷۵۵۵۵۴۳۰
بریښنالیک: yaqub.gulzai@mail.gov.af
د پکتیا ساحوي دفتر
ساحوي مسئول: احمد الله مهمند
د اړیکې شمیره: ۰۷۷۷۴۷۷۴۱۶
بریښنالیک: ahmad.mommand@gmail.com
د غزني ساحوي دفتر
ساحوي مسئول: نثار احمد عبیدی
د اړیکې شمیره: ۰۷۹۳۴۸۲۲۰۰
بریښنالیک: nisar.obaidee@mail.gov.af
د بامیانو ساحوي دفتر
ساحوي مسئول: سید فهیم سادات
د اړیکې شمیره: ۰۷۰۰۶۲۴۸۰۲
بریښنالیک: fahim.sadat@mail.gov.af