پکتیا کې پر یوشمېر زعفران کارانو د زعفرانو وچوولو دستګاوې ووېشل شوې
![پکتیا کې پر یوشمېر زعفران کارانو د زعفرانو وچوولو دستګاوې ووېشل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-10/72589889_2739356812755568_6330360651285790720_n.jpg)
۱۰ تله ۱۳۹۸
بزګرانو سره د کرنې وزارت د ملاتړ په لړ کې داځل د پکتیا ولایت زعفران کارو بزګرانو حمایتي مرستې ترلاسه کړل.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وایي، چې ددې ولایت د زعفرانو ټولنې څلورو ګروپونو ته د زعفرانو وچولو عصري دستګاوې ورکړل شول. یاد دستګاوې په یوه ساعت کې د یوه کیلو زعفرانو د وچولو وړتیا لري.
دغه دستګاوې، چې د زعفرانو وچوولو او پروسس په موخه استعمالیږي ددې ولایت د زعفرانو ټولنې د څلورو ګروپونو پر زعفران کارانو وېشل شوي دي. د ښاغلي مومند په خبره ددغو دستګاوو په وېش سره په دې ولایت کې د زعفرانو د پروسس په برخه کې شته ستونزې به تر یوې کچې هوارې شي. هغه زیاته کړه، چې له دغو وېشل شویو دستګاوو څخه د زعفرانو ټولنې او ګروپونه ټول بزګران کولای شي کټه پورته کړي.
د دغو دستګاوو د وېشلو موخه د زعفرانو د پروسس صنعت ته وده ورکول او د زعفران کارانو ملاتړ دی.